عمران خان: د لاریونوالو په ضد د پولیسو چلند ایالتي تعصب پاروي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان تحریک انصاف د اسلام اباد د سترې محکمې د دې پرېکړې په ضد د استیناف غوښتنه کړې چې د حکومت په خلاف لاریون یې محدود سیمه کې پاتې کېدل غواړي.
د اسلام اباد سترې محکمې پرېکړه کړې چې د نومبر پر ۲ د عمران خان په مشرۍ د حکومت ضد لاریون په ځانګړې سیمه کې محدود پاتې شي.
محکمې پر امنیتي چارواکو غږ کړی چې د مظاهرې په مهال د عمران خان د پلویانو له خوا د ښار بندولو مخنیوی وکړي.
خو د عمران خان پلویانو د استیناف غوښتې سره ویلي، چې تحریک انصاف د پاناما لیکس په تړاو په سوله ییز ډول غږ پورته کول غواړي او په دې برخه کې د اسلام اباد سترې محکمې د دوی دریځ نه دی اورېدلی.
په درخواست کې ویل شوي چې ستره محکمه دې د اسلام اباد محکمې دا پرېکړه ناقانونه کړي.
له بلې خوا د پښتونخوا د سر وزیر پروېز خټک په مشرۍ اسلام اباد ته تلونکی کاروان بېرته صوابۍ ته ګرځېدلی دی.
دغو کسانو غوښتل چې د نومبر په ۲ په لاریون کې برخه واخلي، خو د پولیسو له سخت چلند او اوښلن ګاز وروسته شاتګ ته اړ شول.
تحریک انصاف وايي، پولیسو د دوی پر پلویانو سخت ګاز ګارولی چې له امله دوه کسان وژل شوي هم دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د دې ګوند یوه مهم غړي محمود شاه قریشي په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، پر یوه ټاکلي سر وزیر د بل ایالت سروزیر برید وکړ.
عمران خان له خپلو پلویانو سره د حکومتي ځواکونو دا چلند غندلی او د ایالتونو ترمنځ د تعصب رامنځ ته کېدلو سبب یې بللی دی.
نوموړي د سې شنبې په ورځ له خپل استوګنځي بهر خبریالانو ته وویل، حکومتي ځواکونو پر لاریونوالو د اوښلن ګاز داسې ډزې کولې، لکه د دښمن له پوځ سره چې مخ وي.
خو په دا مهال د پروېز خټک په مشرۍ کاروان بیا د سې شنبې په ورځ اسلام اباد ته د تللو دوه ځلي هڅه کوي.
دا کاروان د دوشنبې په ورځ اول له اټک سره نږدې په هارون اباد پل کې او بیا په برهان انټرچېنج سیمه کې له خنډونو سره مخ شو او د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت وروسته یې صوابۍ ته د ستنېدلو پرېکړه وکړه.

د عکس سرچینه، .








