ډان: د نواز شریف ضد لاریونونه له کنټروله وتونکي دي

ډان وايي، شاید لاریونونو د لا ډېر تاوتریخوالي لامل شي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ډان وايي، شاید لاریونونو د لا ډېر تاوتریخوالي لامل شي
    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي

ډان

پاکستانۍ انګلیسې ژبې ورځپاڼې ډان د دغه هېواد د لومړي وزیر نواز شریف پرضد د عمران خان د ګوند له خوا د پراخیدونکو لاریونونو په اړه لیکلي چې دغه وضعیت خطرناک دی او ښايي داسې پړاو ته ورسیږي چې له کنټروله ووځي او په دغه هېواد کې د لا ډیر تاوتریخوالي لامل شي.

ګارډین

بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په یوه راپور کې ویلي په ترکیه کې یواځې په دې وروستیو کې پنځلس رسنۍ دترهګرۍ سره د تړاو په تور بندې شوي دي.

د ورځپاڼې در پوټ له مخې په دغه هېواد کې له ناکامې کودتا وروسته څه باندې ۱۶۰ تړل شوي دي، او شاوخوا ۳۷ زره تنه په کودتا کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

ګلف ټایمز

د دبۍ نړیوال هوايي ډګر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ورځپاڼه زیاتوي چې له دې امله په دغه هوايي ډګر کې چې د نړۍ له بوختو هوايي ډګرونو بلل کیږي د یونیم ساعت لپاره د الوتکو تګ په ټپه درېدلي و.

د متحده عربي اماراتو ګلف ټایمز انګلیسي ژبې ورځپاڼې د دبۍ په نړیوال هوايي ډګر کې د یوې بېلوټه وړې الوتکې د پرواز له امله د الوتکو د تګ راتګ د ځنډ خبر خپور کړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې له دې امله په دغه هوايي ډګر کې چې د نړۍ له بوختو هوايي ډګرونو بلل کیږي د یونیم ساعت لپاره د الوتکو تګ په ټپه درېدلي و.

ورځپاڼه زیاتوي چې دا په تیرو څه کم پنځو میاشتو کې په خپل ډول کې دریمه پیښه ده.

متحده عربي اماراتو په دې هڅه کې ده چې د بې پیلوټه وړو الوتکو د کارولو لپاره یو قانون رامنځته کړي چې ویل کیږي د دغه ډول الوتکو په کارولو به سخت محدودیتونه ولګوي.

هیرالډ

د نیوزیلانډ هیرالډ ورځپاڼې په افغانستان کې د لویو لارو د خرابیدو په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې که څه امریکا او نورو هېوادونو په دغه هېواد کې پر لویو لارو میلیاردونه ډالر لګولي چې خو ددغو پيسو زیاته برخه د وسله والو، قراردادیانو او د فاسدو دولتي چارواکو جیبونو ته تللي دي.

ټایمز اف انډیا

ټایمز اف انډیا: د انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي نواز شریف په پاکستان کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي هدفونه عملي کوي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ټایمز اف انډیا: د انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي نواز شریف په پاکستان کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي هدفونه عملي کوي.

هندۍ ورځپاڼې ټایمز اف انډیا په پاکستان کې د انصاف ګوند او د نواز شریف د حکومت ترمنځ د ناندریو او د پراخو لاریونونو په اړه یو مطلب خپور کړی زیاتوي چې د انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي نواز شریف په پاکستان کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي هدفونه عملي کوي.

شرق اوسط

شرق اوسط ورځپاڼې چې له لندنه خپریږي د (اسلامي دولت) ډلي په اړه په یوه تفصیلي مطلب کې په دې اړه لیکي چې څه ډول ځوانان له دغې ډلې سره یو ځای کیږي او ولې، ورځپاڼه زیاتوي چې د اسلامي خلافت د رامنځته کولو ادعا یوازې هغه څه دي چې د غه ډله یې د نړۍ له بېلابېلو سیمو د ځوانانو د جذبولو لپاره کاروي.

د داعش بیرغ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، شرق اوسط ورځپاڼه وايي، د 'اسلامي خلافت' د رامنځته کولو ادعا یوازې هغه څه دي چې داعش ډله یې د نړۍ له بېلابېلو سیمو د ځوانانو د جذبولو لپاره کاروي.

خو ورځپاڼه زیاتوي چې دغه کسان چې ځینې د اسلام په اړه ډیر لږ پوهیږي ددغې ډلې د له منځه تللو لامل هم کیدای شي.

فایننشل ټایمز

په لندن کې چاپیدونکي ورځپاڼې فایننشل ټایمز د روسیې په اړه په یوه راپور کې لیکي چې ددغه هېواد د کلنۍ مالي بودجې کسر ډیر لوړ دی او دغه کسر ښايي د روسیې دفاعي بودجه دا سې مهال زیانمنه کړي چې روسیه په نړیوال سیاست کې سیالي کوي او د سوریې په جګړه کې هم ښکیله ده.

فایننشل ټایمز زیاتوي چې د بودجوي کسر لوی لامل د تیلو د بیو ټیټیدل دي.