عمران خان د نومبر په ۲ د حکومت ضد لاریون کوي

عمران خان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، عمران خان د نومبر پر ۲ د حکومت ضد لاریون کوي

د اسلام اباد سترې محکمې د اپوزیسیون یو مشر عمران خان د حکومت ضد مظاهره کې د اسلام اباد ښار له بندولو منع کړ.

محکمه وايي، په لاریون کې باید د ولسي وګړیو بنسټي حقونه اغېزمن نه شي.

قضايي چارواکو له عمران خان غوښتي چې د اکتوبر پر ۳۱ محکمې ته ورشي.

محکمې د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د عمران خان د لاریون درولو اړوند غوښتنو د اورېدو په مهال دا حکم کړی دی.

د تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي، د نومبر پر ۲ ( راتلونکې چهارشنبه ) په اسلام اباد کې، د نواز شریف په مشرۍ د حکومت ضد لاریون کوي او ښار بندوي.

خو په دې تړاو د ټولو شویو غوښتنو له اورېدلو وروسته د اسلام اباد د سترې محکمې قاضي شوکت عزیز صدیقي د کورنیو چارو وزارت ته ویلي، چې د عمران خان د مظاهرې لپاره ځای ځانګړی کړي.

د هغه په خبره، عمران خان باید په دغه ځای کې محدود وساتل شي، چې د ښار د بندېدلو او د خلکو د بنسټي حقونو د اغېزمنېدلو مخه ونیول شي.

نوموړي د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې باید په اسلام اباد ښار کې د لارو بندلو لپاره یو ځای هم څوک کانټینر ونه لګوي.

محکمه وايي، لاریون او مظاهره د هر چا حق دی، خو په دغه مهال باید ښار بند نه شي او د نومبر په ۲ په ښار کې کوم ښوونځی او کالج ونه تړل شي.