وردګو کې ټکر دوه هندوان وژلي
د میدان وردګو نرخ او سید اباد ولسوالیو دوو جلا ترافیکي پېښو کې د یوې مېرمنې په ګډون لږترلږه دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
دغه پېښې د تېرې سې شنبې په ورځ شوې.
د میدان وردګو د ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، تېر مازیګر ناوخته د سید اباد ولسوالۍ سي سۍ سیمه کې د هندواو هغه کرولا له یوه هایلکس موټر سره ټکر شوه، چې له غزني یې کابل ته لېږدول.
پېښه کې د کرولا چلوونکی او یوه مېرمن وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
ټول وژل شوي او ټپیان هندوان دي.
په ورته وخت کې ډ نرخ ولسوالۍ په غلو غندۍ سیمه کې یوه سراچه هم چپه شوې، چې له کبله یې دوه مسافر ټپیان شوي.
دغه مسافر له غزني کابل ته روان وو.




