تخار کې ماين د جنبش ګوند غړی وژلی دی
تخار ولایت کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت د شورا غړی او د جنبش ملي اسلامي ګوند غړی محمد خوان د هغه ماین چاودنې پایله کې وژل شوی، چې د نوموړي په ګاډي کې ځای پر ځای شوی وو.
خبریالان وايي دغه پېښه لږ مخکې د تالقانو ښار په چشمه شیر سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
بل لور ته په کندز ولایت کې ځايي چارواکو د الماني ځواکونو د یوه افغان ژباړن وژل کېدل تایید کړي دي.
زموږ خبریال وايي نوموړي ته ټیلیفون شوی و او له کوره له وتلو وروسته زندۍ شوی دی. د نوموړي جسد نن موندل شوی. نوموړي مخکې د وژل کېدو وېره څرګنده کړې وه.




