ننګرهار کې چادونې دوه زده کوونکي وژلي
د جلال اباد ښار سویل ختیځ مجبوراباد سیمه کې د ملي پوځ یوې پوستې ته نژدې د سړک غاړي ماین چاودنې له کبله د ښوونځي دوه زده کوونکي وژل شوي دي.
د ننګرهار والي ویاند احمد ضیا عبدالزي منلې، چې دوه زده کونکي په دغه چاودنه کې وژل شوي، خو د سیمې اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، چې پېښه کې دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د حکومت مخالفو وسله والو د دې پېښې په باب تر اوسه څه نه دي ویلي.




