' که هوکړه و نه شي پر ایران به نوي بندیزونه ولګوو'

د امریکا په سنا کې د دیموکراتانو لوړپوړي سناتور هری رید ویلي که د ایران د اټومي پروګرام په تړاو د ژنیو خبرې کومې پایلې ته ونه رسيږي نو سنا به راتلونکې میاشت پر ایران نوي بندیزونه ولګوي.

د امریکا په ګډون د نړۍ شپږ ځواکمن هېوادونه هڅه کوي چې د ایران لخوا د یورانیمو د بډایولو په تړاو یوې موافقې ته ورسېږي، چې له مخې به یې پر ایران یو لړ لګېدلي بندیزونه لېرې شي.

په همدې حال کې یو شمېر امریکايي سناتوران اندېښنه ښيي چې یوې موافقې ته رسېدل به پر ایران کافي فشار را نه وړي.

په ژنیو کې تر دوو ورځو خبرو د ایران د پلاوي یوه غړي ویلي لا هم ځينې جدي ستونزې پر ځای پاتې دي.