جلال اباد کې چاودنې ۹ کسه ټپيان کړي دي
په ختيځ ولايت ننګرهار کې چارواکي وايي، د جلال اباد ښار سویل ته په نجم الجهاد فاميلي سیمه کې د یوې بمې چاودنې په پایله کې پنځه ملکيان او څلور پولیس ژوبل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي دغه پېښه تایید کړې ده.
ویل کېږي، چې بم یوه پلچک سره کراچۍ کې ایښودل ي وو، چې دغه ځای ته د پولیسو او ملکي کسانو د ګاډو له رسېدو سره هممهاله وچاودېد.
تر اوسه کومې وسلې والې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی.




