هند کې لانجمنې بټۍ د برېښنا توليد پيل کړ
د هند په جنوب کې یوې لانجمنې اتومي بټۍ بلاخره د برېښنا تولید پیل کړ.
تېر کال په تمل ناډو کې د کوډانکالم اتومي بټۍ د فعالیت او خوندیتوب د اندېښنو په تړاو پراخ لاریونونه وشول.
دغه بټۍ روسیې جوړه کړې ده.
د برېښنا تولید دغه بټۍ له سمندر غاړې سره نژدې پرته ده، چې په ۲۰۰۴ کال کې څونامي وځپله.
فعالان او د سیمې اوسېدونکي وايي ښايي دغه بټۍ په ۲۰۱۱ کال د جاپان د فوکوشیما اتومي بټۍ په شان یو ناورین رامنځ ته کړي.
د هند حکومت وايي د برېښنا د تولید دغه مرکز له نړیوالو معیارونو سره سم جوړ شوی دی.




