عراق کې موټر بم چاودنې ۱۶ کسه وژلي دي
د عراق سمارا ښار په یوه بازار کې موټر بم چاودنه شوې، چې پایله کې یې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.
دغه چاودنه داسې مهال رامنځته شوه، چې د لوی اختر د راتګ په مناسبت بازارونه د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک وو.
د عراق په لر او بر کې د سیاسي او فرقه ییز تاوتریخوالي راپورته شوې څپې دغه هېواد کې تاوتریخوالی په تېرو پنځو کلونو کې بې ساري کچې ته رسولی.
وسله وال د خورا ډېر ځاني زیان اړولو لپاره د جوماتونو، هوټلونو او بازارونو په شمول داسې ځایونو کې بمونه ږدي، چې د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه په کې وي.




