'د سوري جنجال په حل کې جرمني رول لوبولی شي'
د سوریې ولسمشر بشار الاسد د خپل هېواد په ۳۰ میاشتنۍ جګړه کې د منځګړي په توګه د جرمني د رول احتمال زیات بللی.
د جرمني له دیرشپېګل مجلې سره په یوه مرکه کې بشار الاسد ویلي تر هغو به له یاغیانو سره خبرې و نه کړي، چې هغوی وسله پر ځمکه نه وي ایښې.
خو له بي بي سي عربي برخې سره په خبرو کې د ملي روغې جوړې وزیر علي حیدر ویلي، په ځايي کچه د سوري حکومتي چارواکو او اپوزېسیون د ځینو ډلو مشرانو تر منځ خبرې کېږي.
نوموړي ټینګار کړی، چې دا هغه ډلې دي، چې له القاعده سره تړاو نه لري.




