عراق کې پر ښوونځي او پوليسو ځانمرګي شوي
د عراق په شمال کې پر یوه ښوونځي او پولیسو مرکز له غبرګو ځانمرګي بریدونو وروسته لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.
په تل افار ښارګوټي کې چارواکي وايي اته ماشومان هغه مهال ووژل شول، چې د قابک کلي ښوونځي ته څېرمه موټر بم چاودنه وشوه او پر ځايي پولیسو مرکز برید کې دوه پولیسان ووژل شول.
د شنبې په ورځ له شپېتو ډېر کسان، چې ډېری شیعه ګان وو، په دوو بېلو ځانمرګي بریدونو کې په بغداد او پلازمېنې ته څېرمه بلد ښار کې ووژل شول.
دا وروستیو میاشتو کې عراق کې فرقه ییز تاو تریخوالي کې څرګند ډېروالی لیدل کېږي.




