د ۳ استرالیايي عسکرو افغان قاتل نیول شوی
د استرالیا پوځ وايي د افغان پوځ یو پخوانی افسر چې ویل کیږي تېر کال یې په افغانستان کې درې استرالوي سرتیري وژلي وو نیول شوی دی.
د استرالیايي چارواکو په وینا دغه افسر چې د حکمت الله په نوم په پېژندل کیږي په پاکستان کې د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا د کال په سر کې نیول شوی دی.
وروسته تر هغه چې نیول شوی کس افغانستان ته ولېږدول شو نو ایله اوس یې د نیولو اعلان شوی دی.
پر هغه تور دی چې د تېر کال په اګسټ کې یې په یوې اډې کې هغه مهال درې استرالیايي سرتیري ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل چې د استراحت په حال کې وو. اټکل دی چې هغه د وژنې په تور محاکمې سره مخ شي.




