میدانښار کې ځانمرګی برید شوی
د افغانستان پلازمېنې څنګلوري وردګو ولایت مرکز میدانښار کې د ملي امنیت ریاست مخې ډله ییز ځانمرګي برید کې د ملي امنیت څلور مامورین او شپږ برید کوونکي وژل شوي.
د افغانستان پلازمېنې کابل ته څېرمه ورګو ولایت مرکز میدانښار کې ځانمرګی برید شوی.
برید ماسپښین شاوخوا یوه بجه، هغه مهال وشو، چې یو شمېر ځانمرګو برید کوونکو غوښتل، د ملي امنیت ریاست ودانۍ، ولایت او ځینو نورو ودانیو ته ننوځي او ډله ییز بریدونه وکړي.
د وردګو مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې برید کې شپږ ځانمرګي برید کوونکي او د ملي امنیت څلور مامورین وژل شوي.
اعلامیه کاږي، برید کې شاوخوا دېرش کسان ټپیان شوي.




