کراچۍ کې وسله والو ۴ پوليس ويشتلي دي
د پاکستان په تر ټولو ستر ښار کراچۍ کې نامعلومو کسانو څلور پولیس په ډزو وژلي دي.
پولیس د شپې مهال په ګزمې بوخت وو، چې په مرمیو ویشتل شوي او جسدونه په خپل ګاډي کې موندل شوي دي.
د چارواکو په وینا دغه برید د پولیسو د مورال ټیټولو یوه هڅه ده.
په وروستیو کې په کراچۍ کې د تاوتریخوالي لړۍ چټکه شوې ده.
د تاوتریخوالي د دې لړۍ پړه پر ورانکارو، قومي او فرقه يي ډلو اچول کېږي.




