مصر: وسله والو د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید کړی
د مصر په سيناء ټاپو کې مشکوکو وسله والو ملېشو دوه کسه د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې د بريد پر مهال وژلي دي.
راپورونه وايي د اسراييلو له پولې سره نژدې په مصر کې د دغه بريد له امله شپږ کسه نور ټپيان شوي دي.
دغه تاوتريخوالی په سيناء ټاپو کې د ګازو پر يو نلليکې له بريد درې ورځې وروسته کېږي.




