'البرادعي لومړی وزیر نه دی'

د مصر منځمهاله ولسمشر دفتر هغه راپورونه رد کړه چې ګواکې مخکښ لیبرال مخالف مشر محمد البرادعي ددغه هېواد موقت لومړي وزیر په توګه ګومارل شوی دی.

د مصر دولتي رسنیو او چارواکو ویلي و د سولې جایزې ګټونکی البرادعي به د شنبې په ورځ ناوخت په دغه دنده وګومارل شي.

خو وروسته د ولسمشرۍ د دفتر ویاند وویل ددې دندې لپاره نور بدیلونه هم و، او بله دا چې د پوځ له ملاتړ برخمنه انتقالي اداره به د ښاغلي برادعي په وړاندې مخالفتونه په پام کې ونیسي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې دویم ستر اسلامي غورځنګ د النور ګوند چې پوځ د وروستي ګام ملاتړ یې کړی و،د موقت لومړي وزیر په توګه د برادعي له ټاکل کېدو سره مخالفت وکړ.