اندونیزیا کې تېلو بیې ۳۰ % لوړې شوي
په اندونیزیا کې د تېلو په بیې وروسته تر هغه ۳۰ سلنه لوړې شوې چې حکومت په سبسایدۍ کې سخت کموالی راوست.
دا اعلان د جمعې ورځې ناوخته وشو او پولیس په ټول هېواد کې د تېلو ستېشنونو د امنیت لپاره ګمارل شوي دي.
د موټرو اوږده کتارونه د تېلو اخیستو لپاره ولاړ دي. وړاندې تر هغه چې په نیمه شپه کې بدلونونه رامنځ ته شي د خپلو موټرو ټانکۍ ډکې کړي.
حکومت وايي نور نه شي کولای چې په پراخه توګه د تېلو سبسایدي ومني او استدلال کوي چې له دې تخفیف څخه شتمن خلک ګټه اوچتوي.




