طالبان 'قطر کې دفتر پرانیزي'
الجزیرې تلوېزیون ویلي، یوې سرچینې ورته ویلي، چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین (طالبان) به د راتلونکې سې شنبې په ورځ قطر کې خپل سیاسي دفتر پرانیزي.
الجزیرې ویلي، دوی ته ویل شوي، چې دغه دفتر به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د لارې د هواري لپاره جوړې شي.
الجزیرې نور جزییات نه دي ورکړي.




