هرات کې د جنسي تېري قرباني شوې نجلۍ مړه شوه
د هرات په اوبې ولسوالۍ کې یوه دوه کلنه نجلۍ د جنسي تېري له امله مړه شوی.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالروف احمدي وایي، د پېښې عامل نیول شوی او ډېر ژر به عدلي او قضایي څانګو ته وسپارل شي.
د اوبې ولسوال عصمت الله دانشیار وایي پېښه د اوبې ولسوالۍ په یوه کلي کې پرون له غرمې وروسته شوې.
نوموړی وایي پر دغه دوه کلنې نجلۍ د هغې یوه ۲۲ کلن ګاونډي جنسي تېری کړی دی.




