زابل کې چاودنې درې سپین ږیري ووژل
د زابل چارواکي وایي، د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ماین چاودنې درې ولسي وګړي وژلي دي.
د شاجوی ولسوال محمد صدیق صدیقي وایي، چې دغه پېښه تېره ورځ ددغې ولسوالۍ د محمد علي کلي په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې یوه ریکشا د سړک غاړې پر ماین برابره شوه.
ښاغلی صدیقي وایي، په دې پېښه کې درې تنه وژل شوې، چې په وینا یې درې واړه سپین ږیري وو.




