زابل کې د ایساف چورلکې بېړنۍ ناسته وکړه
د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار وايي، چې نن ماسپښين شاوخوا درې بجې د ایساف ځواکونو اړوندې یوې چورلکې ددغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې بیړنۍ ناسته کړې.
ښاغلی رسولیار وایي چې دا لا روښانه نه ده چې چورلکې د هوا د خرابوالي له کبله ناسته کړې او که کومه تخنیکي ستونزه وه.
هغه د ځاني تلفاتو په اړه هم ناخبري وښوده.
له سیمې راپورونه وایي، چې د دې چورلکې له ناستې سره سم نورې چورلکې هم لیدل شوې چې په هوا کې یې ګزمې کولې.
وسله والو هم د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.




