هلمند کې چاودنې درې کسان وژلي
د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي چې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه درې ولسې وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو دهمغږۍ د مرکز مرستیال مشر محمد اسماعیل هوتک وایي چې دغه چاودنه نن سه شنبه د اپریل ۹مه د غرمې شاوخوا یوه بجه د هلمند د ناوې ولسوالۍ په شورشورک سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ښاغلي هوتک په وینا چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د ولسې خلګو یو موټر په ماین برابر شو.
د ده په باور ماین وسله والو طالبان ځای پر ځای کړی و.
دغه چاودنه یوازې یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته کېږې چې یوناما په سیمه کې د ولسې وګړو مرګ ژوبله یو ځل بیا لوړه وګڼله.
په دغه ولایتونو کې چارواکي وایي چې هر ورځ لسګونه هغه ماینونه چې د وسلوالو له خوا ځای پر ځای کېږي له منځه وړي.
د کندهار د پنجوایۍ ولسوالۍ امنیتي چارواکي وایي په وروستیو دوو میاشتو کې یی شاوخوا ۳۰۰ ماینونه چې د وسلوالو له خوا ایښودل شوي وو له منځه وړي.




