پېښور کې د 'امن لښکر' مشر وژل شوی
د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ښار کې په یوه ګاډي کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي.
پولیس وايي، دغه کسان په مرمیو ویشتل شوي او وژل شوي دي.
په وژل شوو کې د محمد فهیم په نامه یو کس هم دی، چې د پېښور بډه بیرې د ولسوال خپلوان دی.
محمد فهیم بډه بیره کې د طالبانو د مخالفې ډلې 'امن لښکر' مشري کوله.
د دغو مړو د وژنې پړه 'تحریک طالبان پاکستان' پرغاړه اخیستې.
ددې ډلې ویاند احسان الله احسان بي بي سي ته ویلي، چې وسله والو یې د امن لښکر ډلې پرضد عملیات او فعالیتونه پیل کړي دي.




