جي ۲۰ نړیوال وجهي صندوق ته ۴۳۰ میلیارد ډالر مرسته ورکوي
د نړۍ شلو پرمختللو اقتصادي هیوادونو ژمنه کړې، چې نړیوال وجهي صندوق ته به له ۴۳۰ میلیارده ډالرو ډیرې دبیړنۍ مرستو په ډول ورکوي.
دغه حرکت ته د یورو د پياوړتیا لپاره په اغیزناکه سترګه کتل کیږي.
په واشنګټن کې، د شلو پرمختللو اقصادي هیوادونو په غونډه کې چین د دغې ژمنې مهم سرچینه و خو دا یې ونه ویل، چې څومره پيسې به ورکوي.
د چین د مرکزي بانک په یوه خپره شوې وینا پاڼه ویل شوي چین باوري دی، اروپا د دې وړتیا او ځیرکتیا لري، چې د یورو له بحرانه وځي.
په خبرپا ڼه کې چین د یورو په کارونکو هیوادونو کې په مالي ثبات ډاډ ښوولی دی.




