|
ايران د کابل د غوښتنې په سرهم کډوال ايستلي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په لويديځ ولايت هرات کې چارواکي وايي ايران ١٦٠ افغانان په دې تور چې قانوني اسناد يې نه لرل له خپلې خاورې ايستلي دي . دا کار په داسې حال کې شوى چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تيره اوونۍ يو وار بيا له تهرانه وغوښتل چې د ژمې په مياشتو کې دې افغانان له خپلې خاورې نه وباسي . په هرات کې د کډوالو د چارو مسوول شمس الدين حامد بي بي سي ته وويل که چيرې چارواکو د دۀ په وينا پر وخت گام نه واى اخيستى د دغو ايستلو شويو کډوالو ژوند ښايي له خطر سره مخامخ واى . ښاغلي حامد زياته کړه چې دې کسانو قانوني اسناد نه لرل خو په هرات کې واورو او سختې يخنۍ ته په پام سره بايد دغه کډول اوس نه واى ايستل شوي . دغه چارواکي د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت د تيرې اوونۍ غوښتنه يو وار بيا تکرار کړه او له ايراني چارواکو يې وغوښتل چې د ژمې په سختو شرايطو کې دې کډوال نه وباسي . په تيرو څو ورځو کې د افغانستان ډيرې برخې په واورو پوښلې دي او سختو يخنيو د هيواد په بيلا بيلو برخو کې يو شمير کسان وژلي دي . ځينو نا تاييد شويو رپوټونو ښووله چې د هرات په ځينو برخو کې تر نيم متره ډيره واوره شوې ده . ايرن تيره اوونۍ ويلي و چې شاوخوا يو نيم ميليون افغان کډوال د دوى په خاوره کې بې له قانوني اسنادو ژوند کوي . د ايران د کورنيو چارو د وزارت چارواکو گواښ کړى و چې له دې هيسته به ناقانونه افغانان نيول کيږي او په هغو کمپونو کې به تر پنځو کلونو پاتې کيږي چې د دوى په وينا يې شرايط زندان ته ورته دي . د هغو گواښونو په ځواب کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وويل چې دوى په کابل کې د ايران له سفارت سره په دې باب خبرې کړي دي . افغانستان به راتلونکې اوونۍ د يوۀ وزير په مشرتابۀ ايران ته پلاوى ليږي چې د کډوالو پر مسالې له تهران سره خبرې وکړي . | ورسره تړلي نور خبرونه افغان دولت:ايران دې پخوانۍ پريکړه نه ماتوي03 جنوري, 2008 | افغانستان د افغان کډوالو په ايستلو پر ايران نيوکه شوې ده19 جون, 2007 | خبرونه له ايرانه د ايستل کېدونکو کډوالو ربړې09 جون, 2007 | خبرونه افغان پلاوى پر کډوالو د خبرو لپاره ايران ته ځي15 مۍ, 2007 | خبرونه ولسي جرگې د کډوالو له وزيره باور بېرته واخيست10 مۍ, 2007 | خبرونه له ايستل شويو کډوالو سره پر مرسته خبرې کېږي07 مۍ, 2007 | خبرونه ايران وايي ٥٠ زره افغان کډوال يې ايستلي02 مۍ, 2007 | خبرونه ايران په سلگونو افغان کډوال ايستلي24 اپريل, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||