BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:04 گرينويچ 2008 ,03 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان دولت:ايران دې پخوانۍ پريکړه نه ماتوي

افغان کډوال
افغان کډوال پر افغانستان د پخواني شوروي له يرغل وروسته ايران ته کډه شول او په هغه هيواد کې ژوند او کاروبار پيل کړ
افغان دولت وايي روان ژمي ته په پام سره به دوى دېته چمتو نه وي چې له ايران څخه احتمالي راشړل شوي افغان کډوال وزغمي.

دافغانستان د کډوالو وزير له ايران څخه غوښتنه وکړه چې افغان کډوال له هغه هيواد څخه په زوره ونه باسي او هغې پريکړې توکو ته پام وکړي چې افغانستان ورسره کړې ده.

چارواکو دغه څرگندونې دايران د هغه اعلان په غبرگون کې وکړې چې وايي ناقانونه افغان کډوال به زندان ته اچوي.

افغانستان له خپل گاونډي هيواد ايران څخه په کلکه وغوښتل چې هغه پرېکړه ماته نکړي چې دواړو هيوادونو د افغان کډوالو د برخليک په اړه کړې وه.

افغان چارواکي وايي دوى شاوخوا دوه مياشتې وړاندې له ايران سره داسې يوتړون لاسليک کړى چې له مخې يې ايران ژمن دى چې افغان کډوال له خپلې خاورې په زوره ونه باسي.

د کډوالو وزير شير محمد اعتباري وويل دوى سم لاسي دغه وړتيا نلري چې،کډوالو ته ځاى او سرپنا برابره کړي.

شير محمد اعتباري له هغې وروسته دغه څرگندونې وکړې چې ايران د ناقانونه افغان کډوالو د نيولو اعلان وکړ.

ايران ويلي دي چې هغه افغان کډوال به ونيسي چې په ناقانونه ډول په هغه هيواد کې اوسيږي.

دې اعلان په افغانستان کې دننه ددولتي کړيو ترمنځ انديښنې را ولاړې کړې او په دې هڅه کې شول چې،ايران وهڅوي چې خپل اعلان بيرته واخلي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنيو چارو دوزارت چارواکي وايي دوى په دې اړه وار له مخه ايران ته خپلې انديښني په ډاگه کړي او ډير ژر به يو دولتي لوړ پوړى پلاوى دغه هيواد ته واستوي چې ياده شوې ستونزه ورسره وڅيړي.

د افغان چارواکو په وينا دم گړۍ شاوخوا ١٠٠٠٠٠افغان کډوال په ايران کې اوسيږي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت