|
ايران افغانستان او له ننگونو ډکې اړيکي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان او پاکستان تر منځ گاونډيتوب ، ژبني او ديني تړاونه هغه څه دي چې دغه دواړه هيوادونه دې ته هڅوي چې په بيلابيلو برخو کې د يو بل سره مرستې او همکارۍ ته ودانگي ، خو د ښو اړيکو د لا ټينگښت لپاره يوازې په همدغو څو ټکيو بسنه کيداى شي ؟ ايا هغه بيلابيل اړيکي چې دواړه هيوادونه يې له امريکې او برتانيې سره لري بې اغيزې پاتې کيداى شي ؟ سره له دې چې د دواړو هيوادونو د چارواکو د رسمي څرگندونو له مخې ايران او افغانستان يو تر بله ښه اړيکي لري او په څرگنده د دواړو هيوادونو د اړيکو په برخه کې هيڅ ستونزه او انديښنه نه شته ، خو د سياسي چارو کارپوهان په دې برخه کې بل شان نظر لري . د کابل پوهنتون د سياسي علومو استاد نصرالله ستانيکزى په دې باور دى چې دواړو غاړو د يو بل کړنو ته په غور سره گوري او داسې ډير دليلونه شته چې د يو بل نه د انديښنو لرلو ښکارندويي کوي . يوه بله ننگونه چې افغانستان ورسره مخامخ دى د طالبانو بيا رابرسيده کيدل او په دغه هيواد کې نا امني ده . په افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونو او افغان امنيتي چارواکو په وار ، وار ويلي چې طالبانو نوې وسله تر گوتو کړي او په ځانگړي توگه داسې ويل شوي چې د افغانستان په لويديځ کې هغه ماينونه چې تر لاسه شوي او ډير ويجاړونکي هم دي هغه په ايران کې جوړ شوي دي . سره له دې چې دغه تورونه له ايراني لوري په وار وار رد شوي دي خو د يو شمير سياسي کارپوهانو په وينا اوس دا پوښتنه د افغان چارواکو سره شته چې کيداى شي ايران په افغانستان کې د نا امنۍ په اړه غلى هم نه دى ناست . خو د افغانستان د ولسي جرگې غړى سردار محمد رحمن اوغلي وايي چې کابل ته د ايران ولسمشر په خپل راتگ غوښتل دا په ډاگه کړي چې ايران په افغانستان کې د ښه گونډيتوب او همکارۍ ليواله دى . د هغوى په وينا دغه چارواکي په بهرني سياست کې سره يوه خوله نه دي . په ولسي جرگه کې د هرات ولايت استازى احمد بهزاد : (( له بده مرغه د افغانستان دولت د خارجي سياست په برخه کې پريکنده خبرې نه کوي ، او نه هم رڼه تگلاره لري ، له يوې غاړې د افغانستان په کورنيو چارو کې د ايران د لاس وهنې په اړه خبرې وشوې او ان داسې هم وويل شوه چې دوى مخالفين په وسلو سمبالوي ، لومړى همدا خبرې امنيتي چارواکو رسنيو ته وکړې ، په هغو اسنادو کې چې تر لاسه شوي ويل شوي چې د ايران سپاه پاسداران لاس وهنه کوي او يا هم د بهرنيو چارو د وزير ښاغلي سپنتا هغه څرگندونې چې د استيضاح په ورځ يې وکړې و يې ويل چې له ايرانه د افغان کډوالو جبري را ايستنه يوه له وړاندې جوړه شوې دسيسه ده ، نو د ښاغلي کرزي او نورو چارواکو د خبرو تر منځ ډير توپير ليدل کيږي . )) په کابل کې گڼ شنونکي وايي چې ايران د امريکې سره په هغه لوبه کې راښکيل دى چې غواړي په خپل ټس کې نور هيوادونه وځپي ، ځکه په افغانستان کې د روان بهير په ټپه دريدنه امريکې ته تر نورو ټولو هغو په ډيره گرانه بيه پريوځي . ديو شمير افغان وگړو په وينا ايران د هغو اړيکو له مخې چې د يو شمير افغان گوندونو اوسياسي کړيو سره يې لري ، دا مهال په افغانستان کې ملاتړي ځواکونه هم لري . له دې اړخه د سياسي شنونکو په وينا افغان چارواکي هڅې کوي چې د دواړو گاونډيو تر منځ اړيکي پراختيا ومومي چې يوه بيلگه يې په کمپ ډيويډ کې د ښاغلي کرزي هغه څرگندونې وې چې د ايران هيواد يې ښه دوست وباله . خو کارپوهان وايي چې ايراني لورى هم په دې برخه کې په ډير احتياط گام اخلي ، ځکه لږ تر لږه يې په دې سر خلاص دى چې د هغه هيواد سره ډغرې وهنه چې تر شا يې د نړۍ ځواکمن هيوادونه ملاتړي دي ډيره گرانه پريوځي . خو د دغو ټولو نظرونو سره سره داسې ښکاري چې د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي هره گړۍ ماتيدونکي او د ننگونو سره مله دي ، او د دغو اړيکو پر ځاى ساتنه د دواړو هيوادونو د مشرانو د کړو وړو سره تړلې ښکاري . | ورسره تړلي نور خبرونه ايراني ماينونه په بلخ کې ونيول شول14 اگست, 2007 | خبرونه احمدي نژاد : موږ طالبانو ته وسلې نه ورکوو14 اگست, 2007 | خبرونه ايرانى ولسمشر احمدي نژاد کابل ته ورسيد14 اگست, 2007 | خبرونه احمدي نژاد په لومړي ځل کابل ته سفر کوي12 اگست, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||