|
کارپوهان په کابل کې پر رسنيو خبرې کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې د رسنيو د حالت پر ارزونې يوه لوى سيمينار پرانيستل شوى، چې د رسنيو د پرمختگ د لارو او په مخکې پرتو ننگونو په اړه پکې خبرې کيږي. د 'رسنۍ يعني پرمختگ' تر نامه لاندې د دغه دوه ورځني سيمينار موخه، چې د سيمې له هيوادونو څخه هم کارپوهان ورته راغلي، داده چې په تېرو پنځو کلونو کې د رسنيو پر لوړو ژورو او د راتلونکي پرمختگ باندې بحث وکړي. سيمينار ته ځينو راغلو د مدني ټولنو او رسنيو يو شمېر استازو د دغه هيواد د مطبوعاتو په قانون د ولسي جرگې د اړونده کميسون له لورې پر وړانديز شويو بدلونونو انديښنه ښودلې . نيوکه دا ده چې که دغه بدلونونه پلي شي نو په دې سره به افغانستان د بيان د ازادۍ له اړخه د پرمختگ په ځاى شا ته ىتون شي . په دې سربيره په کابل کې د مدني ټولنې او د رسنيو د استازو په يوه دوه ورځيني سيمينار کې خبريالانو ته د امنيت له اړخه په متوجه گواښونو ، د مالي اړتياوو له اړخه په بهر پورې د ځينو رسنيو پر تړلتيا ، د ځينو رسنيو پر نامسلکي چلنداو يا له زور واکانو سره د تړاوونو له اړخه هم انديښنې ښودل شوي . د مطبوعاتو او رسنيو د وضعيت ارزول دکابل په انټرکانټينينټال کې هوټل کې د وربلل شوي دغه دوه ورځيني سيمنار د بحث اصلي موضوع ده ، خو تمه ده چې د گډونوالو يو لړ بحثونه پر هغو بدلونونو هم وشي چې د ولسي جرگې د ديني او فرهنگي کميسون يې د مطبوعاتو په قانون کې د راوستو وړانديز کړى . اوس مهال په افغانستان کې د بيان د ازادۍ مخ پر ودې بهير د مطبوعاتو د نافذ قانون برکت بلل کيږي . د سيمينار د يوه بل برخه وال محمد اکبر اکبر انديښنه دا وه چې په افغانستان کې د مطبوعاتو له چټکې ودې سره سره لا هم ډېر شمېر چاپي او بريښنايي رسنۍ د پيسو له اړخه د نورو په مرستو ولاړې دي او که دغه مرستې ختمې شي نو ډيرې رسنۍ به گواکې پايښت را نه وړي . په دغه سيمينار کې د نړيوالې ټولنې گڼو استازو هم ونډه درلوده . د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانگړي استازي فرانسيس ويندريل په دې ټينگار لاره چې په افغانستان کې د بيان او مطبوعاتو د ازادۍ ملاتړ گواکې يو بېړنى ضرورت دى . انديښنه يې دا وه چې له دې پرته نه په افغانستان کې ولسواکي راتلى شي او نه خو د ده په وينا دا هيواد پرمختگ وکولى شي . هغه وويل: ((په دې کې هيڅ شک نشته چې پر دولت د نيوکو حق ، او په پوره ازادۍ سره د خپل فکر بيانول د رسنيو د فعاليت لپاره يوه اړتيا ده . زه دا گڼم چې افغانستان اوس مهال ازاد او په پلوراليزم ولاړ مطبوعات لري او پکار دا ده چې موږ يې د لا زياتې ودې او غښتلتيا لپاره کار وکړو.)) له ستونزو ، نيمگړتياوو او انديښنو سره سره په افغانستان کې د بيان او مطبوعاتو ازادي د تيرو پنځوو کلونو يوه لويه لاس ته راوړنه بلل کيږي . دا سې يو برى چې پخپله ولسمشر کرزې ترې تل د خپل حکومت د وياړمن بري په توگه يادونه کوي. له دې هر څه سره -سره انديښنې په خپل حال پاتې دي اوښايي د مدني ټولنى او رسنيو استازي په راتلونکې کې هم دا ډول سيمنارونو او غونډو له لارې پر حکومت او پارلمان د فشار د راوستو هڅو ته دوام ورکړي . | ورسره تړلي نور خبرونه ډله ييزي رسنې: څلورکلن پرمختگ او پاتي ننگونې13 سپتمبر, 2005 | خبرونه افغانستان كې د وينا د ازادۍ په وړاندې پراخې ستونزې03 مۍ, 2006 | خبرونه حکومت په مطبوعاتو د بنديز له لگولو انکار کوي 19 جون, 2006 | خبرونه ژورنالستان : موږ سره تاوتريخوالى اوس ډير دى08 مارچ, 2007 | خبرونه په افغانستان کې د رسنيو ترمنځ سيالي سختيږي 28 دسمبر, 2005 | خبرونه 'اجمل نقشبندي دې خوشى شي'25 مارچ, 2007 | خبرونه په افغانستان کې د ژورناليستانو سره د زور زياتي پېښې زياتې شوي14 دسمبر, 2005 | خبرونه د کندز ولايت رسنۍ ولې غلې دي27 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||