|
انځوريز رپوټ : پغمان د ژمي په وروستيو کې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د پلازمينې کابل په لويديځ کې د پغمان دره څو لسيزې وړاندې تر جگړو مخته د دغه هيواد د اوسيدونکو لپاره د تفريح يوه له ښو سيمو څخه گڼل کيده . د جگړو په کلونو کې د پغمان دره هم د نورو افغانستان په څير خوندي پاتې نه شوه . لا تر اوسه دغلته د جگړې خورا ډيرې نخښې شته . د بي بي سي پښتو وېبپاڼه د پغمان درې ته تللې او د ژمي د وروستيو ورځو شپو دغه انځورونو درته ډالۍ کوي :
د پغمان په غرونو باندې د مني له پايه وروسته د واورو ورښت پيليږي . دغه واوره ډير کله تر اوړي پورې پاتې وي .
د پغمان درې په زړۀ کې ډيرې ويالې بهيږي . اوبه يې رڼې او واورو ته په کتو په پرتليز ډول تودې دي .
د پغمان دره خورا ډيرې ونې لري . ډيرې ونې يې د توتو او گيلاسو دي خو سپيدار يې پکې ډير ليدل کيږي .
د پغمان درې مازديگر خورا خوندور وي ، لمر د هسکو غرونو په سر خوله ږدي ، هوا مخ په سړيدو وي خو کامل سکوت د انسان روح اراموي
سيلانيان وايي چې د پغمان درې توت او غوزان خورا خوندور وي ، ان په ژمي کې د پغمان درې وړې هټۍ غوزان لري چې په په سړه هوا کې له شنو چايو سره لا ډير خوند کوي .
په همدې يخه هوا کې هم ډير سيلانيان له کابل او د افغانستان له نورو سيمو د پغمان درې ته ورځي . خو د درې لوړو برخو ته سړک نه دى پوخ شوى يوازې هغه موټر ښه پکې ځغلي چې پياوړي وي
د پغمان درې له لوړو غرونو رابهيدونکې اوبه ورو ورو د يوې ويالې بڼه خپلوي ، دغه اوبه کښته کابل ته ځي ، ځينې مځکې هم خړوبوي .
د غرو په لمن کې واوره تر زنگنو پرته ده خو پاس په غرونو کې تر دې هم ډيره شوې ده . په اوړي کې ځينې خلک همدغه واوره کښته د کابل ښار ته وړي او گټه پرې کوي
په پسرلي کې د پغمان دره تکه شنه ښکاري . د دغې درې اوسيدونکي د دغو ونو له پاڼو اوبه اېښوي او سيلانيانو ته د پاڼو په لوگي وهلى شين چاى ورکوي چې تر نورو ځايونو يې خوند لا ښه وي
د درې هغه غرونه له واورو پاک شوي چې د لمر وړانگې پرې لگيږي . همدا دليل دى چې تر ډيره وخته د پغمان ځينې غرونه په واورو سپين او ځينې يې ژر ترې پاکيږي
په دوبي کې چې د کابل په ښار کې هوا توده شي خلک د پغمان درو ته راځي ، د همدغې ويالې له غاړي د ونو سيوري ته ارام کوي او له ژونده خوند اخلي | ورسره تړلي نور خبرونه انځوريز رپوټ : له طالبانو وروسته کابل دويمه برخه25 جون, 2006 | خبرونه انځوريز رپوټ : له طالبانو وروسته کابل لومړۍ برخه25 جون, 2006 | خبرونه کابل ته د ولسمشر بوش د سفر انځوريز رپورټ01 مارچ, 2006 | خبرونه دکندهارانځوريز رپوټ: له ناامنيو سره بيا رغاونه07 فبروري, 2007 | خبرونه په کابل کې واوره ، انځوريز رپوټ26 دسمبر, 2006 | خبرونه د کابل شېرپور نوې ماڼۍ ولې خرڅيږي ؟27 مارچ, 2006 | خبرونه د جنډې پورته کولو دستورې په انځورونو کې21 مارچ, 2006 | خبرونه نوي کال ته چمتووالى انځوريز رپوټ20 مارچ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||