BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:05 گرينويچ 2006 ,27 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کابل شېرپور نوې ماڼۍ ولې خرڅيږي ؟

څلور کاله وړاندې د شيرپور تاريخي سيمه وسوځيده . وروسته په بلدوزر اواره شوه او مځکه يې د وخت يو شمير لوړ پوړو چارواکو ، جهادي قومندانانو او يو شمير نور برلاسو کسانو خپله کړه .

په هغه وخت کې د زياترو هغو کسانواستدلال چې د شير پور مځکه يې تر لاسه کړې وه ، دا وو چې دوى گواکې په کابل کې سرپناه نه لري .

دا راز يې دا خپل حق باله چې د هيواد د نورو اوسيدونکو په څير په دې ښار کې د استوگنې لپاره يو کور خپل کړي .

د دغو مځکو پر ويشلو د بشري حقونو د خپلواک کميسيون په گډون يو زيات شمير خلکو نيوکې وکړې او دغه کار يې د خلکو پر وړاندې زياتى وباله.

خو د ولتى چارواکو وويل چې مځکې يي پر مستحقو کسانو ويشلي دي.

اوس گنگوسې داسې دي چې گواکې د شير پور د ماڼيو ځينې څښتنان سبا ته د دغو ماڼيو د ځواب ورکولو له ويرې همدا نن د خپلو بنگلو د خرڅولو په هڅه کې دي .

د قبالې راکړه ورکړه يوه له هغو مسايلو څخه ده چې د شير پورد ځينو کورونو د خرڅولو په وړاندې يې خنډونه پيدا کړي دي.د کابل ښاروالي د ملکيتونو مشر وايي چې تر اوسه يې د شير پور ٢٤ کورونو ته قبالي ورکړي دي او له هرې نمرې مځکې څخه يې ١١٢٥٠ امريکايي ډالره اخيستي دي.

د پيروز بام افغان ساختماني شرکت انجينير رحيم الله وايي چې په شير پور کې هره ودانۍ د موادو په لحاظ ځانگړې بيې لري. او په ودانيو کې کارول شوي مواد له بهر څخه راوړل شوي دي.

د دغو کورونو د پير او پلور بيه پخپله يوه لويه معما ده . د معاملو د لارښونې دلالان ظاهرا داسې ښېي چې گواکې دغه کورونه له ٢٠٠ زره نيولې تر ٦٠٠ زره امريکايي ډالرو پورې بيه لري . خو داسې اټکلونه دي چې دغه کورونه د لکونو په ځاى په مليونونو ډالرو خرڅيږي .

دا هم ډاگيزه ده چې ځيني کسان په دغه سيمه کې د يوې په ځاى دوه يا درې نمرې مځکه لري . دا ډول يې ځينې د کابل په نورو سيمو کې هم کورونه لري.خو ان د ښاروالۍ چارواکي لا زړه نه کوي چې د هغوى نومونه رسوا کړي.

دا سيمه د ودانيو د جوړښت له اړخه له نور کابل سره توپير لري. دلته په هر لوري دوه پوړيزې ، درې پوړيزې او ان څلور پوړيزي ودانۍ تر سترگو کيږي

په کابل کې د معاملو د لارښونې د دفتر يو مشر چې د نوم له اخيستلو ډډه کوي ، د شير پور دغه ودانۍ خورا عصري او فيشني بولي او وايي چې د دغو کورونو هر پوړ د يوې حويلې په شان پراخ دى. د هغو شرکتونو او موسسو چارواکي چې د شير پور کورونه يې په کرايه نيولي د کرايې د اندازې په اړه معلومات نه ورکوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
د فرهاد دريا انځوريز البوم
11 مارچ, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت