|
برتانوۍ ملکې په استراليا کې د همگټو هيوادونو لوبې پرانيستلې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د استراليا په ميلبورن ښار کې د همگټو هيوادونو لوبې د دوو ساعتونو په دستورو کې د برتانيا د ملکې اليزبيت له خوا پرانيستل شوې . په دغو دستورو څو ديرش ميليونه ډالره لگښت راغلى چې د برهخه والو په وينا ډيرې په زړۀ پورې وې .
ملکې الزبيت په پرانيستونکې وينا کې وويل دا د لوبو له دې ارزښته خبره ده چې د همگټو ٧١ هيوادونو خلک يې سره نژدې کړي دي .
د لوبو په پرانيستونکودستورو کې وسپنيزو کبانو رڼاگانې کولې او اوبه يې شيندلې
يوې نڅاگرې پر خپل هنر پرانيستونکو دستورو ته د راغليو په لسگونو زرو کسانو پام ځانته واړاوۀ .
اورلوبو د ميلبورن لوبغالى او اسمان روڼ کړ ، په دغو لوبو کې د ٧١ هيوادونو لوبغاړي برخه اخلي
يوې سندرغاړې د برخه والو په شورو و ځوږ او د اورلوبو په غږ غوږ کې خپل سندريز غږ پورته کړ . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||