|
دکندهارانځوريز رپوټ: له ناامنيو سره بيا رغاونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په دې وروستيو کې د اريانا افغان هوايي شرکت له کندهار څخه دوبۍ او تهران ته د الوتنو د پيلولو اعلان وکړ . دغه گام د ځينو په گومان جنگ ځپلي کندهار ته خورا مهم دى . د طآلبانو له نسکوريدو راهيسته د دغه ولايت اوسيدونکي وايي چې د کرارې شېبه يې په برخه شوې نه ده . خو له دغو ټولو ناکراريو سره سره ځايي سوداگرو او ځينو چارواکو له بيا رغاونې لاس نه دى اخيستى . د همدغو بيا رغاونو ځينې برخې په دې انځوريز رپوټ کې لرو :
د طالبانو په واکمنۍ کې د بيا رغاونې يوازينۍ بېلگه د عيدگاه دغه جومات دى چې د هغوى له ليرې کيدو وروسته پرې نور کار وشو .
د کندهار د ښار شاوخوا ځينې زيارتونه د دغه ولايت د اوسيدونکو لپاره په ښو تفريحځايونو بدل شوي دي . زيارت کوونکي له دعاگانو وروسته په هغو پارکونو او ارام ځايونو کې له ژونده خوند اخلي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته جوړ شوي دي
دغه تفريحځايونه په دې لا ډير د پام وړ دي چې له ښاره وتلي او د غرونو په لمنو کې موقعيت لري . هلته د ښار د موټرو له گڼې گوڼې ليرې هوا ښه وي او په پرتليزه توگه پکې امنيت هم ښه وي
په تفريځايونو کې نژدې هره هغه اسانتيا شته چې د ورغليو ميلمنو پکار وي ، خو تر هر څه غوره او د پام وړ يې هغه ننداره ده چې په نورو ځايونو کې يې موندل گران دي
د طالبانو له واکمنۍ وروسته په کندهار کې سړکونو او لويو لارو ته ډير پام شوى دى . دغه سړک د کندهار ښار په څنډو کې د ارزگان ولايت ته غځيدلى دى
د کندهار اوسيدونکي وايي تر ټولو لږ پام ښوونې و روزنې ته شوى دى ، دا د کندهار پوهنتون دى چې لا تر اوسه يې د ودانۍ او شاوخوا سړکونو د جوړولو کار نه دى بشپړ شوى ، د کندهار پوهنتون د هيواد د نورو هغو په پرتله د محصلينو په وينا يې له پامه غورځول شوى دى
په دغه انځور کې د يوۀ ځاى دوه عکسونه وينئ يو پخوانى حالت او بل اوسنى ، د کندهار اوسيدونکي وايي که امنيت ښه شي ړنگې مېنې به ټولې ورغوي خو چې رغول شويو ته لا هم د ځينو زړۀ ډک وي ولې پرې کار وکړي
دې ته ورته مېلمستون د افغانستان په لږو نورو سيمو کې ليدل شوى ، خو دا يوازې ميلمستونونه نه دي د عينو مينې په نامۀ سيمه يې د ځايي خلکو په وينا داسې استوگنځايونه لري چې پخوا يې سارى نه و ليدل شوى
د کندهار اوسيدونکي کار غواړي ، دغې فابريکې ته ورته ځينې نورې هم په کندهار کې جوړي شوي خو څښتنان يې شکايت لري چې ماليه پرې ډيره ده او له بهرنيو هيوادونو راغلي توکي د دوى صنعت تر غوړيدو وړاندې پر ځاى دروي
د کندهار مازديگرى خپل خوند لري ، کله چې لمر تر غرونو اوړي د شفق رڼا يې ځينو ته هغه اورونه او بمونه وريادوي چې په دې وروستيو کلونو کې ډير ليدل شوي | ورسره تړلي نور خبرونه انځوريز رپوټونه16 جنوري, 2007 | خبرونه د يوې نيمې پيړۍ پخوا افغانستان په انځورونو کې17 جنوري, 2007 | خبرونه د ملکنډ پښتانۀ په ١٨٩٧ کال کې 07 جنوري, 2007 | خبرونه کندهار : زما ښار زما له سترگو17 اپريل, 2006 | خبرونه طالب بريدونه ماشومان له ښوونځيو راگرځوي11 اپريل, 2006 | خبرونه کندز : زما ښار زما له سترگو27 مارچ, 2006 | خبرونه الينگار- لغمان: زما ښار زما له سترگو !23 مارچ, 2006 | خبرونه هلمند د يوۀ لويديځوال له سترگو23 مارچ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||