BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:39 گرينويچ 2007 ,17 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د يوې نيمې پيړۍ پخوا افغانستان په انځورونو کې

کندهار په ١٨٨٠ مو کلونو کې
د کندهار دغه انځور يو سلو څو کاله پخوانى دى
د لندن په (( رايل جيوگرافيکل سوسايټي )) نومي نندارتون کې د تيرو پيړو د نادرو عکسونو نندارې د ١٨٣٣-١٩٣٣ کلونو پورې هغۀ پېر باندې رڼا اچولې چې د افغان - انگليس د جگړو ښکارندويي کوي .

د برتانويانو ورځني يادښتونه او ليکنې له دغو نادرو عکسونو سره د افغانانو د هغه وخت ژوند ، ښارونه او جامه ښيي .

د يوۀ افغان جنگيالي دغه عکس ته (( په ژور فکر کې )) نوم ورکړل شوى دى .

په عکسونو او انځورونو کې لرغوني ځايونه هم ښوول شوي دي . د افغانستان ډير لرغوني ځايونه ان د ١٩ پيړۍ په لومړنيو کې لا ويجاړ شوي و

د ښځو يو نيم نادره عکس چې مخونه يې لوڅ دي په دغو عکسونو کې ښکاره شوي دي . لويديځ کارپوهان وايي د هغو پېړيو مذهبي ، ټولنيز او کلتوري ژوند د اوسنيو طالبانو په پرتله خورا ازاد و . په يادښتونو کې راغلي چې هغه زمانه لوڅ مخې ښځې د افغانستان په جنوبي سيمو کې د شمالي هغو په پرتله ډيرې وې .

برتانوي سياح جيمز اټکېنسن په ١٨٤٢ کې د کابل د دغې هټۍ او ښځو په باب ليکي : (( ښځې اجازه لري چې په خپله خوښه هر ځاى لاړې شي خو بايد چادري يا داسې پړونى ولري چې ټول ځان يې پکې پټ وي))

که څه هم افغانستان هغه مهال د برتانوى هند ، منځنۍ اسيا او اوسني ايران د سوداگرۍ په لاره کې پروت و خو په ١٩٣٣ کال کې کابل د سود سودا او گڼې گوڼې له پلوه خورا ارام ځاى و

امير عبدالرحمن خان له ١٨٣٣ څخه تر ١٩٣٣ پورې د افغانستان له گڼو واکمنانو څخه يو تن و ، دغو ټولو واکمنو خورا ډيرېسختۍ وگاللې چې بيلا بيلو سره مخالفې ډلې ټپلې يو ځاى کړي

د هغې خاورې تاريخ خورا اوږد او پېچلى دى چې نن سبا د افغانستان په نامۀ ياديږي . دغه خاوره له پخوا تر اوسه د سياسي ، ټولنيزو او اقتصادي مبارزو مرکز وه . په دغه عکس کې پوله په نخښه کيږي ، د دې په څير څو ځلي پولې د کنټرول په نيت اوښتې را اوښتي دي ، برتانوي واکمنو هم د پولو په راکښلو کې لاس لرلى دى ، دغه انځور يې يو ثبوت دى چې ١٨٨٤ کال ښيي .

د کندهار په ښار کې له لرغونو زمانو راهيسته امنيتي اندېښنو واکمن اړ کړي و چې لويې کلاگانې جوړي کړي . د کندهار په ښار کې ١٨٣٩-١٨٤٢ کلونو او د ١٨٧٨-١٨٨٠ کلونو افغان انگليس جگړې شوې دي که څه هم له هغه وروسته د شوروي اتحاد د لښکرو تر يرغله کندهار ارام و خو د جهاد له کلونو راهيسته لا تر اوسه دغه لرغوني ښار د کرارې ورځ نه ده ليدلې

په ١٨٨١ کال کې د خرقې شريفې عکس وينئ ، په دغه عکس کې د څرگند سړي په باب هغه مهال ويل کيدل چې د ١١٢ کلونو دى


انځوريز رپوټونهانځوريز رپوټونه
د نړۍ د ښارونو، پيښو او تاريخي اثارو انځورونه
ورسره تړلي نور خبرونه
کندهار : زما ښار زما له سترگو
17 اپريل, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت