BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:22 گرينويچ 2007 ,07 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ملکنډ پښتانۀ په ١٨٩٧ کال کې
په برتانيا کې يوې کورنۍ هغه نادره عکسونه خپارۀ کړي دي چې ١١٠ کاله وړاندې د ملکنډ په سيمه کې اخيستل شوي و .

د دغې کورنۍ يوۀ غړي بين ټاټنم د ملکنډ د پښتنو عکسونه په دې وروستيو کې خپارۀ کړي دي .

د ملکنډ د پښتنو دغه عکسونه چې ١١٠ کاله پخواني دي ايله اوس عام حضور ته را ايستل شوي دي

په دغه عکس کې تورزن او نور کليوال ښکاري ، په ځينو سيمو کې لا تر اوسه دې ته ورته حالت تر سترگو کيږي

عکس اخيستونکي برتانوي پوځي افسر په خپلو يادښتونو کې ليکلي دي چې د ملکنډ پښتانۀ په جگړو کې منظم او کلک و

د غونډې په سر ښکاريدونکې کلا د وينسټن چرچل د اوسيدا ځاى دى چې د جگړو پر وخت به يې له همدې ځايه څار کاوۀ . چرچل وروسته بيا د برتانيا لومړى وزير وټاکل شو

په عکسونو کې دغه گونبده هم ليدل شوې چې د ملکنډ په سيمه کې وه . دا د بودستانو گونبده ده چې په ١٨٩٧ کال کې د انگريز پوځي افسرانو په وينا ٢١٥٠ کاله پخوا جوړه شوې وه ، دا چې اوس به هم وي که يه ، معلومه نه ده .


ورسره تړلي نور خبرونه
کندهار : زما ښار زما له سترگو
17 اپريل, 2006 | خبرونه
لوگر : زماښار زما له سترگو
09 اپريل, 2006 | خبرونه
کندز : زما ښار زما له سترگو
27 مارچ, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت