|
په کابل کې واوره ، انځوريز رپوټ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ١٣٨٥ لمريز کال ( ٢٠٠٦-٢٠٠٧ ) د ژمي په پيل کې د افغانستان پر پلازمېنې کابل درې ځلې واوره وشوه . په وروستي ځل د مرغومي په دريمه او څلورمه نېټه ( د دسمبر ٢٤ او ٢٥ مه ) واوره وشوه چې خورا زوروره وه . د ښار په بيلا بيلو ځايونو کې د ونو ځانگې د واورو له امله ماتې شوې ، پر سړکونو تگ راتگ گران شو خو د څو ميليونو وگړو په دغه لوى ښار کې ژوند روان دى . د دسمبر په ٢٦ مه ( د مرغومي ٥ ) نېټه اسمان شين شو او ورسره ساړۀ يو په دوه ډير شول . د بي بي سي پښتو وېبپاڼې کامره د ښار ځينې په واورو پوښلې برخې درښيي :
دونو څانگې په ټول ښار کې پر واورو پټې دي . پر ځينو زور دومره راغى چې ورته ټينگې نه شوې خو په نورو پرته واوره لمر ته برېښي
پر ونو واوره داسې ښکاري لکه کابل چې د پسرلي په ورځو شپو کې وينئ ، څانگې داسې ښکاري لکه نوې غوټۍ چې يې کړې وي
د واورو له امله پر سړکونو تگ راتگ گران شوى ، که څه هم د ښار لوى سړکونه د ښاروالۍ له خوا تر يوۀ ځايه پاک شوي خو وړو هغو ته لا د چا پام نه دى اوښتى
د کابل د ښار په زړۀ کې او شاوخوا غرونه ټول تک سپين دي چې د لمر په رڼا کې لا ښه برېښي
د واورې له ورښت وروسته چې اسمان شين شي ساړۀ يو په دوه ډير وي خو د کابل اوسيدونکي لکه ورسره روږدي چې وي عادي ژوند پر مخ بيايي
په تاودۀ موټر کې مزل خوندد کوي خو گامونه يې پښه نيولي وي ځکه چې سړکونه يا کنگل شوي او يا په واورو داسې پټ دي چې د گاډو ټايرونه پکې ښويږي
د واورې تر ورښت وروسته ځينې خلک د واورو د پاکولو دنده خپلوي خو ډير خلک خپله د خپلو کورونو واوره پاکوي ، دا کار هم خوند لري هم وړيا دى
د روان ژمي دريمه واوره د مرغومي په لومړيو کې وشوه . د کابل اوسيدونکي وايي پخوا به تر دا مهاله ډيره واوره کيده خو د تيرو څو کلونو په پرتله سږ کال بيا هم ښه دى د تلويزيون د غرۀ تورې ډبرې تر ډيرو واورو پوښلي دي
تر شنۀ اسمان لاندې پر ونو بوټو سپينه واوره فضا شاعرانه کړې ده
که ناکام نه وي په داسې واورو او يخنۍ کې د پښو تر غوړولو د کړکيو تر شا د ښکلې واورې ليدل ډير خوند کوي | ورسره تړلي نور خبرونه کندهار : زما ښار زما له سترگو17 اپريل, 2006 | خبرونه لوگر : زماښار زما له سترگو09 اپريل, 2006 | خبرونه کندز : زما ښار زما له سترگو27 مارچ, 2006 | خبرونه د کابل شېرپور نوې ماڼۍ ولې خرڅيږي ؟27 مارچ, 2006 | خبرونه الينگار- لغمان: زما ښار زما له سترگو !23 مارچ, 2006 | خبرونه هلمند د يوۀ لويديځوال له سترگو23 مارچ, 2006 | خبرونه د افغان پارلمان انځوريز رپورټ19 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||