|
د ولسي جرگې غړو د امنيت لپاره پيسې وغوښتې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان ولسي جرگې له هغه يوه ورځ وروسته د جرگې استازو ته د امنيتي ساتونکو د ورکولو غوښتنه وکړه چې د سمنگانو ولايت استازى اسلام محمدي په کابل کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو. دوى په حکومت تور ولگاوچې داستازو امنيت ته ډير پام نه کوي . دملي شورا غړي وايي دوى د امنيتي گواښ سره مخامخ دي . له تېرو څو مياشتو را هېسې د شورا او حکومت ترمنځ د امنيتي ساتونکو او د استازو تنخواگانوپر سردنظر توپير موجود دى . په ولسي جرگې کې د لوگر ولايت استازې شکيلا هاشمي وايي څو مېاشتې وړاندې يې دکابل په شير پور کې ځوانه لور د نا معلومو کسانو لخوا په ډزو سره ووژل شوه . دا وايي تردې مهاله د دې د لور وژونکى او د وژلو انگېزه نه ده معلومه . ددې په څېرد ولسي جرگې نورو غړو هم د امنيت په نشتوالي نيوکه کوله. د جرگي د شنبې ( د سلواغې ٧ د جنوري ٢٧ ) ناسته تر ډېره برېده پر دې راټوله وه چې په پلازمينه کابل کې هم د دوى امنيت خوندي نه دى . په کابل کې د سمنگانو ولايت د استازي اسلام محمدي له وژل کېدو يوه ورځ وروسته په ملي شورا کې دې موضوع جدي غوښتنې او نېوکې را پورته کړې . ټولو استازو د خپل امنيت په اړه جدي اندېښنې درلودې . دوى له حکومت نه غوښتنه وکړه چې يا دې امنيتي ساتونکي او يا پيسې ورکړي چې دوى دخپل امنيت لپاره کسان وگماري . د ننگر هار ولايت استازي فاروق ميړني تور ولگاو چې حکومت د جرگې د استازو امنيت ته ښه پام نه کوي . : (( حکومت د وکيلانو د امنيت په برخه کې همکاري نه کوي . د افغانستان دښمنان له تيرو څو مياشتو را پدې خوا د ملي شورا غړي له حکومت څخه د امنيتي ساتونکو غوښتنه کوي چې ددوى په وينا حکومت پرې غوږونه کاڼه کړي . په تېر يوه کال کې د افغانستان د ملي شورا په څو غړو بريدونه شوي . په وروستي بريد کې دولسي جرگې غړى اسلام محمدي د کابل په داسې سيمه کې په ډزو سره ووژل شو چې د يو شمېرنورو په پرتله ډېره خوندي بلل کيږي . تردي مهاله دده د وژل کېدو لامل معلوم نه دى . ولسي جرگې د ده د وژونکي او د پيښې د څرنگوالي د معلومولو غوښتنه وکړه . اسلام محمدي د طالبانو دواکمنى پر مهال د باميانو والي و، چې پر همدې وخت کې طالبانو په هغه ولايت کې د بودا تايخي مجسمي ونړولي . د طالبانو دواکمنۍ له نړېدو وروسته دى په خپل کور ناست و او د پارلماني ټاکنو په ترڅ کې د سمنگانو له ولايت څخه ملي شورا ته غوره شو. | ورسره تړلي نور خبرونه د سمنگان د ولسي جرگې غړى ووژل شو26 جنوري, 2007 | خبرونه پارلمان: په امنيتي وضع خبرې وشوې 26 جولاى, 2006 | خبرونه د افغانستان د پارلمان غړى فيض اله ذکي وهل شوى02 جولاى, 2006 | خبرونه مزار: دولت بايد د امنيت د ټينگولو لپاره جدي گامونه واخلي 26 جون, 2006 | خبرونه ولسي جرگې له پاکستان سره پر امنيت خبرې وغوښتې28 مۍ, 2006 | خبرونه دولسي جرگې له خوا د امنيت دڅارلو جرگه گۍ 14 مۍ, 2006 | خبرونه ولسي جرگې د خپلو غړو پر حاضرۍ خبرې وکړې11 مارچ, 2006 | خبرونه د افغان پارلمان انځوريز رپورټ19 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||