|
د سمنگان د ولسي جرگې غړى ووژل شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نن د جمعې په ورځ ( د سلواغې ٦ د جنوري ٢٦ ) په کابل کې د ولسي جرگې يو غړى نا معلوم وسله وال کس وواژۀ . دغه غړى د سمنگان ولايت استازى و چې مولوى اسلام محمدي نوميدۀ او هغه وخت ووژل شو چې په کابل کې له خپل استوگنځي څخه د جمعې د لمانځۀ په نيت ووت . د کورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري بي بي سي ته وويل چې پوليسو سيمه کلابنده کړې او له يوۀ کوره يې داسې کلاشنکوف موندلى چې تازه کاريدلى و . دا معلومه نه ده چې چا مولوى اسلام محمدي وژلى دى . دى پخوا د طالبانو په واکمنۍ کې د باميانو د والي په توگه دنده ترسره کړې ده . د شوروي اتحاد د ځواکونو پر ضد د جهاد پر وخت مولوى محمد محمدي د محمد نبي محمدي د اسلامي حرکت د گوند غړى و . د مجاهدينو په جلا وطنه حکومت کې ښاغلى محمدي د علمي څيړنو د وزير په توگه فعاله و . دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د ولسي جرگې له ټاکنو وروسته مولوى اسلام محمدي لومړنى غړى شو چې د نامعلومو کسانو له خوا وژل کيږي . له پارلماني ټاکنو سره لاسي وړاندې د لغمان ولايت يو غوره شوى غړى ووژل شو خو هغه مهال لا د ولسي جرگې غونډې نه وې پيل شوې . دغه راز د ټاکنو د منډو ترړو پر وخت په بيلا بيلو ولايتونو کې ځينې کانديدان وژل شوي و . | ورسره تړلي نور خبرونه کرزى : د ترهگرو ځالې له افغانستانه دباندې دي21 جنوري, 2007 | خبرونه د ولسي جرگې استازي: اداري پلاوى قومي چلند کوي27 نومبر, 2006 | خبرونه قانوني : د ولسي جرگې د غړو معاش دې ډير شي03 دسمبر, 2006 | خبرونه د افغانستان ملي شورا کې اختلافونه پيدا شوي29 اگست, 2006 | خبرونه ولسي جرگې کې پر ملالۍ جويا گوزار وشو07 مۍ, 2006 | خبرونه د افغان پارلمان انځوريز رپورټ19 دسمبر, 2005 | خبرونه پخواني پادشاه نوى پارلمان پرانيست19 دسمبر, 2005 | خبرونه د افغانستان د ملي شورا د لومړنۍ غونډې نيټه وټاکل شوه . 04 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||