BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:38 گرينويچ 2007 ,21 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى : د ترهگرو ځالې له افغانستانه دباندې دي
کرزى
ولسمشر کرزي په ټينگار ويل چې د ترهگرو ځالې په افغانستان کې نشته
د افغانستان د ملي شورا د دويم کال د ناستو په پرانيستونکې غونډه کې ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا ټينگار وکړ چې د ترهگرو اصلي ځالې په افغانستان کې نۀ بلکې له دغې خاورې دباندې دي .

ښاغلي کرزي د دغه بهرني ځاى نوم وانه خيست . خو دغه څرگندونه په داسې وخت کې شوې چې په دې وروستيو کې د متحدو ايالاتو د استخباراتو ريس ويلي و چې اوس پاکستان د القاعدې لپاره خوندي ځاى دى . دا هغه خبره وه چې اسلام اباد په کلکه رد کړه .

ولسمشر حامد کرزي له پاکستان سره د سيمې د سولې او سوکالۍ کيدونکې جرگه خورا مهمه وبلله او ويې ويل دى په دې باور دى چې دغه جرگه به د سيمې د امنيت په راوستلو کې گټوره تمامه شي .

ولسمشر حامد کرزي ، د ولسي جرگې ، مشرانو جرگې او په کابل کې د بهرنيو ديپلوماتانو ټولې شوې ناستې ته په خبرو کې د ځينو پاکستاني چارواکو هغه څرگندونې وغندلې چې د دۀ په وينا غواړي ترهگري له افغانانو او د ډيورنډ له کرښې ها پلو له قبايلو سره وتړي .

ولسمشر کرزي وسله وال طالبان په دې تورن کړل چې گواکې د پرديو په لمسه د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه کوي او د پرمختگ مخه يې نيسي .

 ښاغلي قانوني د ولسي جرگې د دويم کال په همدې پرانيستونکې غونډه کې يو وار بيا د ولسي استازو د معاشونو او امتيازونو د ډيرولو غوښتنه وکړه

ښاغلي کرزي د (( پرديو )) سپيناوى ونه کړ . خو په دې تيرو وختونو کې دغه ډول اصطلاح عمومآ د گاونډي هيواد پاکستان ځينو کړيو ته کارول شوې ده .

حامد کرزي د تير کال په اوږدو کې د افغانستان د بيلا بيلو ادارو کارونه وستايل خو دا يې ومنله چې لا هم د دۀ په وينا ځينې نيمگړتياوې شته .

دوى په ځانگړې توگه اداري فساداو کوکنار د لويو ننگونو په توگه ياد کړل .

د ولسي جرگې ريس يونس قانوني په خپلو خبرو کې د دولت د درو قواوو ترمنځ د اړيکو د ښه کيدو او همکارۍ د پراختيا غږ وکړ .

ښاغلي قانوني د ولسي جرگې د دويم کال په همدې پرانيستونکې غونډه کې يو وار بيا د ولسي استازو د معاشونو او امتيازونو د ډيرولو غوښتنه وکړه .

ښاغلي قانوني وويل د ولسي جرگې غړي اړ دي چې له ليرې ولايتونو څخه راغليو موکلينو ته ډوډۍ ورکړي . په همدې دليل د ښاغلي قانوني غوښتنه دا وه چې بايد دغو وکيلانو ته امتيازونه ډير شي . دا هغه څه دي چې تير کال هم ښاغلي قانوني او د ولسي جرگې ځينو غړو په بيا بيا غوښتي و .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت