|
ولسي جرگې د خپلو غړو پر حاضرۍ خبرې وکړې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د اساسى قانون د ١٠٨ مادې پراساس ولسي جرگې د جرگې په عمومي او د کميسيونونو په غونډو کې د استازو په حضور او غياب باندې بحث وکړ . ډېر وکيلان په دې باور وو چې بايد ټول استازي د جرگې په غونډو کې حاضر وي . دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پارلمان په عمومي غونډوکې د يو شمير استازو نه گډون انديښنې پيدا کړي . د ولسي جرگې د تقنين کميسيون د استازو د حضور او غياب په اړه يوه لنډ مهاله لايحه نن د شنبې په ورځ ( د کب ٢٠ ) جرگې ته وړاندې کړه .دغه لايحه ٤ فصله او ١٦ مادې لري . ((دلايحې پر اساس با يد ټول استازي بې له کومې پلمې د ولسي جرگې په غونډو کې گډون وکړي .)) له دې سره سره چې يو شمېر استازي د داسې اصولو غوښتونکي وو چې له مخې يې بايد وکيلان دې ته اړوي چې خپلو دندو ته حاضر وي . يو شمېر نورو بيا دا خبره کوله چې نه غواړي د ځانونو لپاره بنديزونه جوړ کړي . دوى دا دليل وړاندې کاوۀ چې هيڅ استازي بې له کوم قانوني عذر څخه نه غواړي چې د پارلمان غونډو ته رانه شي . په دغه لايحې لا بحث روان دى خو د ٨ مادو د منلو له مخې استازي با يد چې د پارلمان د غونډو نظم وساتي او که کوم کار ولري نو د اداري هيت يا د خپل کميسيون تر خبرولو وروسته دې ولاړ شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||