|
د افغانستان د پارلمان غړى فيض اله ذکي وهل شوى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ولسي جرګې د غړي فيض الله ذكي د وهلو ټكولو د دوسيې د څيړلو كار د شبرغان په ولايت كې پاى ته رسيدلى دى . د كورنيو چارو وزارت يو پلاوى چې د افغانستان شمالي ښار شبرغان ته سفر در لود بيرته كابل ته ستون شوى دى خو لا يې دا روښانه كړې نه ده چې ښاغلى ذكي د چا له خوا وهلى ټكول شوى دى . د نژدې درې اونيو راهيسې د افغانستان د ملي جرګې غړى فيض الله ذكي د ګاونډي ازبكستان په مركز تاشكند كې د درملنې لاندې دى . د جوزجان ولايت چارواكو وويل چې د كورنيو چارو د وزارت د جنايي څانګې لوړپوړي پلاوى چې د ښاغلي ذكي ددوسيې د څيړلو لپاره شبرغان ته سفر كړى ؤ ، بيرته كابل ته ستون شوى دى . خو لا يې د پلټنو پايلې نه دي په ډاګه كړي . د كورنيو چارو وزارت يو جيګ پوړي چارواكي عبدالوهاب خطاب وويل چې د افغانستان د پارلمان غړى فيض الله ذكي د يو شمير وسله والو كسانو له خوا وهل شوى او ټكول شوى دى . چارواكي ددغې پيښې د لاملينو نومونه نه دي په ډاګه كړي او ظاهرا دوى نه غواړي چې د هغې ډلې نوم روښانه كړي چې وسله والو كسانو يې ښاغلى ذكي وهلى او ټكولى دى . خو دومره وايي چې پر دې دوسيه كار كوي چې د هغې ډلې نوم جوت كړي چې پر ښاغلي ذكي يې بريد كړى دى . د ښاغلي ذكي نژدې كسانو چې د نوم له اخيستلو څخه يې ډډه كوله بي بي سي ته وويل چې له پخواني مشر جنرال رشيد دوستم سره له ترخو سياسي خبرو څخه وروسته نوموړى د هغه د غوصې د راپارولو لامل ګرځيدلى او په ترڅ كې يې ډير وهلى او ټكولى دى چې پوله يې د تاشكند تر روغتونه پورې رسيدلې ده .كه څه هم ښاغلى ذكي د شمالي ګاونډي هيواد په يو روغتون كې تر درملنې لاندې دى خو دغه ادعا د جنرال رشيد دوستم له خوا رد شوې ده . د افغانستان د پارلمان نورو غړو د ښاغلي ذكي ډبول غندلي او له دولت څخه يې غوښتي دي چې د دغې پيښې اصلي عاملين دې قانون ته وسپاري . د ولسي جرګې غړې شكريې باركزۍ وويل چې دا پيښه د افغانستان د ملي جرګې لپاره د شرم خبره ده . رمضان بشر دوست بيا وويل چې د ټوپك كولتور به تر هغې پر ټولنه واكمن وي چې ټولنه له وسلو ډكه وي . چارواكي د فيض الله ذكي دادعا شو وهلو ټكولو په اړه په ډير احتياط خبرې كوي او څرګنده نه ده چې د افغانستان د پارلمان د غړي د وهلو ټكولو تر شاه اصلي علت څه دى . خو دا خبر په ډاګه كوي چې د افغانستان په پارلمان كې د جوزجان ولايت غړى فيض الله ذكي نژدې درې اونۍ وړاندې د شبرغان په ښار كې د يو شمير وسله والو كسانو له خوا وهل شوى او ټكول شوى دى . دى شيبرغان ته د پارلمان د اوړي د رخصتۍ لپاره تلى ؤ . شبرغان د افغانستان داسې يو ښار دى چې زياتره واك يې د مليشو د پخواني جنرال رشيد دوستم په لاس كې دى ، دغه ښار د كورنيو جګړو پر وخت د ښاغلي دوستم مهم پو ځي مركز ؤ . ښاغلى ذكي چې د جنرال رشيد دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي غورځنګ مخكښ غړى وو، په همدې پوځي مركز كې يې د خپل پخواني مشر د وياندوى دنده پر غاړه وه . دده د وهلو ټكولو خبر ځكه له ډير ځنډ څڅه وروسته رسنيو ته په نيمه ژبه وركړل شو چې ښايي دولتي چارواكو نه غوښتل چې دغه پيښه دې د عامو خلكو په خوله كې ولويږي . څو ورځې وړاندې يو شمير كورنيو او نړيوالو رسنيو د افغانستان د پارلمان د نورو غړ وله خولې دغه خبر وركړ . دغو سرچينو وويل چې ښاغلى ذكي له هغې وروسته د جنرال رشيد دوستم د غوسې ښكار شو چې نوموړي د افغانستان په اوسنۍ كابينه كې د ښاغلي دوستم له شتون سره مخامخ مخالفت څرګند كړ . د افغانستان د اساسي قانون له مخې د كابينې غړي بايد لوړې زده كړې ولري . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||