|
افغان ولسي جرگې ١٨ کميسيونونه جوړ کړل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسي جرگې له درې ورځنېو تودو بحثونو وروسته د جرگې دننه د ١٨دايمي کميسيونونو د جوړولو چاره بشپړه کړه . دجرگې وکيلان دا يو لوې پرمختگ بولي او وايې له دې وروسته به يې غونډې منظمې او کارونه چټک شي . خو د مشرانو جرگه لا هم په دې اړه وروستۍ پايلې ته نده رسيدلې . د افغانستان د ملي شوراپه دواړو جرگو کې د دريمې ورځې لپاره د دايمي کميسيونونو د جوړولو په سر بحثونه تاوده وو .په دې کې د مشرانو جرگه لاهم وروستۍ پايلې ته ونه رسيده . خو د جرگې مرستيال ډاکټر برهانالدين شينواري بي بي سي ته وويل چې دوى اوس د تودو او جنجالي بحثنو له پړاوه اوختي او هيله يې وښوده چې د چهارشنبې د ورځې ( د سلواغې ٢٦ د فبروري ١٥ ) تر پايه به د جرگې دننه د ١٦ دايمي کميسيونونو د جوړولو چاره بشپړه شي . ها خوا ولسي جرگې د سه شنبې د ورځې په غونډه کې د دايمي کميسيونونو د جوړولو په تړاوو د حل داسې يوه لاره راوويسته چې له مخې يې د هغو کميسيونونو د غړيتوب په سر رايې واخيستل شوې چې د کانديدانو شمير يې د غړو له وربيلې شوې ونډې پورته وو . د دغو کميسيونونو شمير پنځوو ته رسيده چې په سر کې يې د نړيوالو اړيکو او مالي او اقتصادي چارو کميسيونونه راتله . خو پاتې ١٣ کميسيونونه چې د ډيرو کانديدان يې له وربيلې شوې ونډې کم وو ، د رايو په اتفاق تصويب شول . اوس به د جرگې اداري هيت د عمومي غونډې له لورې د ورکړل شوي واک سره سم د دغه ډول کميسيونونو پاتې غړي دهغو وکيلانو له مينځه پوره کوي چې د رايې اچونې په بهير کې د خپلې خوښې کميسيون د غړيتوب په گټلو کې پاتې راغلي دي . له درې ورځنيو اوږدو او تودو بحثونو وروسته د ولسي جرگې غړي په رامينځ ته شوي پرمختگ خوشحاله وو . د کابل د حوزې وکيل کبير رنجبر وايي چې له دې وروسته به د جرگې په کارونو کې د پام وړ نظم او چټکتيا رامينځ ته شي . خو ځينو وکيلانو دا نيوکه هم کوله چې گواکې د کميسيونونو په جوړولو کې د وکيلانو مسلکي مهارتونو ته پوره پام ونه شو . د کوچيانو وکيله پروين مومند په همدې ډله کې ده . خو د کاپيسا ولايت وکيل حاجي احمد فريد دا ډيره د انديښنې خبره نه بولي او وايې ټول وکيلان يو شان د ملت استازي دي ښايې د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرگې ١٨ واړه دايمي کميسيونونه د کميسيون د ريس ، مرستيال او منشي د ټاکلو په خاطر په جلا چلا ډول غونډې وکړي . دا ډول ښايې له دى وروسته د جرگې دننه د سياسي گروپوڼو يا ډلگيو د جوړولو خبره مخې ته شي . دا هغه څه دي چې د ولسي جرگې وکيلان يې ارښت او اغيز د جرگې د دايمي کميسيونونو له ارزښت او اغيز سره په يوه تله تلي . | ورسره تړلي نور خبرونه افغان پارلمان لا کاري گروپونه نه دي جوړ کړي 13 فبروري, 2006 | خبرونه افغان ولسي جرگې کابينې ته د باور رايه وځنډوله25 جنوري, 2006 | خبرونه ولسي جرگه : پارلماني ډلې به ملي وي28 دسمبر, 2005 | خبرونه د ولسي جرگې د رييس مرستيالان وټاکل شول 22 دسمبر, 2005 | خبرونه د افغان پارلمان انځوريز رپورټ19 دسمبر, 2005 | خبرونه کرزى : وکيلان بايد د ولس غوښتنو ته ځواب ووايي19 دسمبر, 2005 | خبرونه پخواني پادشاه نوى پارلمان پرانيست19 دسمبر, 2005 | خبرونه افغان پارلمان وروسته له ٣٠ کاله کار پيلوي18 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||