|
ولسي جرگه : پارلماني ډلې به ملي وي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسي جرگې پريکړه وکړه چې پارلماني ډلې دسيمه ايزو ، شخصي ، مذهبي ، ژبنيو او قامي گټو د څرگندوولو په موخه رامينځته کيداى نه شي د ولسي جرگې د غړو تر مينځ له اوږدو او جنجالي بحثونو وروسته ، د ولسي جرگې په کړنلارې کې دغه ماده تصويب شوه چې پارلماني ډلې دسيمه ييزو ، شخصي ، مذهبي ، ژبنيو او قامي گټو پر بنسټ جوړيداى نشي. خو دغه پريکړه داسې مهال شوې چې د ولسي جرگې يو شمير غړي شکايت کوي چې همدا اوس ، دقامي ، ژبنيو ، تنظيمي او شخصي گټو له مخې په پارلمان کې د ډلو د جوړولو لپاره هڅې رواني دي . د ولسي جرگې د کار پر کړنلارې د اوږدو بحثونو په ترڅ کې چې د تيرو پنځو ورځو راهيسې روان دي ،د ولسي جرگې غړو د چارشنبې نژدې ټوله ورځ ، د يوي مادي پر دوو بندونو پر بحثونو تيره کړه . دولسي جرگې غړي پر دې نه سره سلا کيدل چې کومې ډلې چې پارلمان کې به جوړيږي سياسي وبللې شي او که پارلماني . ډيريو غړو په پارلمان کې فعا ليتونه سياسي بلل او ټينگار يې داو چې په پارلمان کې رامينځته کيدونکې ډلې دې هم سياسي وبللې شي . خو پاتو استازو بيا په دې استدلال چې گواکې د افغانستان خلک سياسي ويوکې يا اصطلاح نه خوښوي ټينگار يې داو چې د سياسي پر ځاى دې دغه ډلې په پارلماني ډلو يادې شي چې ، د دويم وړانديز تله درنه وختله او د جرگې غړي پرې سلا شول . خو دا چې دغه ډلې دې دکومو ارزښتونو او بنسټونو له مخې رامينځته شي ، په دې برخه کې هم د استازو تر مينځ ژور اختلافونه وو . د ولسي جرگې دغړي ډاکتر عبدالکبير رنجبر وړانډيز دا و چې د هيواد د اساسي قانون د غوښتنو په پام کې نيولو او په هيواد کې دملي يووالي د ټينگيدو لپاره بايد دا قيد شي کومي ډلې چې رامينځته کيږي دوه دريمه برخه غړي يې د يوه قام څخه نه وي . (( هيڅ ډله د شخصي ، سيمه ييزو ، مسلکي ، ژبنيو ، مذ هبي او قومي گټو د څرگندويې لپاره جوړېدلې نه شي او بايد چې دوه درېمه برخه غړي يې د يوه قام څخه نه وي .)) خو دولسي جرگې يو شمير غړي بيا له دې قيد سره مخالف وو چې د ډلې څومره غړي دې د يو ه قام کسان وي . د گڼو نورو وړانډيزونو په ترڅ کې د ولسي جرگې غړي عبدالرب رسول سياف وويل چې ښه به داوي چې دغه ماده دې داسي سمه کړاى شي چې دغه ډلې د سيمه ييزو ، قومي ، ژبني او مذهبي تړاوونو له مخې رامينځته کيداى نه شي . خو ولسي جرگې داسې مهال دغه پريکړه وکړه چې يو شمير استازي ادعا کوي چې همدا اوس پر همدغو بنسټونو د ډلو د جوړولو لپاره هڅې روانې دي . بل لورته ، د ولسي جرگې پر مټه يا پڅ کار هم نيوکې کيږي . ځکه په پنځو تيرو ورځو کې استازي ايله توانېدلي چې د کړنلارې ١٣ مادي پورې تصويب کړي . دغه کړنلاره ٢٠ فصلونه او يو ١١٢مادې لري | ورسره تړلي نور خبرونه د ولسي جرگې د رييس مرستيالان وټاکل شول 22 دسمبر, 2005 | خبرونه کرزى : وکيلان بايد د ولس غوښتنو ته ځواب ووايي19 دسمبر, 2005 | خبرونه د افغان پارلمان انځوريز رپورټ19 دسمبر, 2005 | خبرونه پخواني پادشاه نوى پارلمان پرانيست19 دسمبر, 2005 | خبرونه افغان پارلمان وروسته له ٣٠ کاله کار پيلوي18 دسمبر, 2005 | خبرونه د افغانستان د ملي شورا د لومړنۍ غونډې نيټه وټاکل شوه . 04 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||