|
افغان ولسي جرگې کابينې ته د باور رايه وځنډوله | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ولسي جرگې کابينې ته د باور د رايې ورکړه د دغه هيواد په اړه د جنوري په ٣١ نېټه په لندن کې د جوړيدونکي نړيوال کنفرانس د پاى ته رسيدو تر مهاله وځنډوله . که څه هم چې له لفظي شخړو سره يو ځاى په پرله پسې توگه له درې ورځنيو تودو بحثونو سره سره لا هم د ولسي جرگې له لورې کابينې ته د رايې د ورکړې د څرنگوالي پر سر د وکيلانو تر مينځ اختلاف په خپل حال پاتې دى . خو لږ تر لږه د اوس لپاره د رايو په اکثريت سلا دا شوه چې دغه جنجالي بحثونه د افغانستان په اړه د لندن له نړيوال کنفرانس نه وروسته وشي . د چارشنبې د ورځې (د سلواغې ٥ د جنوري ٢٥ ) په غونډه کې د دغه ځنډ د وړانديز تر شا د گڼو وکيلانو استدلال دا وو چې يو خو به اوسني ايشيدلي مخالفتونه لږ څه ساړه شي او بل به نړيوالې ټولنې ته د داسې يوې انتباه له ورکړې ډډه وشي چې گواکې پر ولسي جرگې د مخالفتونو سيورى غوړيدلى دى . مخالفت په دې دى چې کابينې ته په ډله يزه توگه د باور رايه ورکړى شي او که هر وزير په جلا جلا ډول تاييد يا ردکړى شي . د جرگې د دوشنبې د ورځې په غونډه کې پخپله د جرگې د ريس محمد يونوس قانوني هڅه هم همدا وه چې پر دغه مخالفت د لندن د کنفرانس د پاى ته رسيدو تر مهاله پرده واچوي . سملاستي داسې بريښي چې ددغه راز يوه مخالفت پر سر ولسي جرگه په نژدې دوو مساوي برخو ويشل شوې ده . د هغې ډلې لويه او اغيزناکه څيره چې په ډله يزه توگه کابينې ته د باور د رايې د ورکړې پلوي کوي د کابل د حوزې وکيل پوهاند عبدالرب رسول سياف بلل کيږي . خو يو بل جهادي مشر او د بدخشان د حوزې وکيل پوهاند برهان الدين رباني بيا د مخالفې ډلې د سر سر څيره بريښي . د غونډې له تالار نه بهر يو شمير وکيلانو دا هم گڼله چې دې وروستي جوړ جاړي ته د رسيدو په سر تير ماښام د ښاغليو سياف ، رباني او قانوني تر مينځ گواکې د پردې تر شاه خبرې اترې شوي دي . له بل لوري د دې مخالفت د اواري لپاره دوه ورځې وړاندې د وکيلانو رايې هم واخيستل شوې خو وروسته د رايو په شميرنه نيوکې وشوې او پايلې بې اعتباره وبلل شوي . د ننگرهار د حوزې وکيل سيد هاشم فولاد همدا د مخالفت د لا ژوريدو لامل بولي (( که چيرې موږ سمه تکنالوژي درلودى او هره ډله د گټلو رايو په شميره قانع واى ، نو بيا دا ستونزه نه رامينځ ته کيده . شخړه د رايو په شمير د نه باور له کبله پيښه شوه . نيوکه په دې وه چې رايې سمې ندي شميرل شوې )) ددې مخالفتونو تر شا خپل خپل استدلال هم نغښتى دى . وزيرانو ته په انفرادي توگه د باور د رايې د ورکړې پلوي او د کابل د حوزې وکيل مير احمد جوينده وايې ددې گټه دا ده چې د وړ او ناوړ توپير پري کيدى شي . ((که وزيرانو ته د باور رايه په انفرادي ډول ورکړل شي نو د ښه او بد توپير به وشي . له دې پرته به ښه او بد په يوه تله وتلل شي نو ځکه خو موږ غواړو چې ولسي جرگه دې هر وزير ته په جلا ډول د باور رايه ورکړي )) خو د فارياب د حوزې وکيل صبغت اله ذکي وايې چې وزيرانو ته په انفرادي توگه د باور د رايې ورکړه قومي اختلافونه راپارولى شي . ((که وزيرانو ته د باور رايه په انفرادي ډول ورکړل شي نو ويره شته چې دا به قومي ، سيمه ييز او ژبني مخالفتونه راوپاروي . خو که ټولې کابينې ته په يوه ځاى د باور رايه ورکړل شي نو دا به تعادل وساتي او ملي مصلحتونه به هم خوندي پاتې شي )) د ننگرهار د حوزې وکيل ميرويس ياسيني هم ورته انديښنه لري او وايې که هر وزير ته په انفرادي توگه د باور د رايې ورکړه مخې ته شي نو دا ويره شته چې په کابينه کې وړو قومونو ته له سره ځاې پاتې نه شي. ((که وزيرانو ته د باور رايه په انفرادي ډول ورکړل شي نو کيدى شي چې واړه قومونه په کابينه کې خپل استازي له لاسه ورکړي . ښه داده چې رايه په يوه ځاى وي خو د رايې له ورکړې وړاندې د بيلا بيل وزير په وړتيا ښه غور وشي )) له لويه سره د پارلمان له پرانستل کيدو نه دا دى شاوخوا ٤٠ ورځې تيريږي . همدې ته په کتو سره پکار دا وه چې دغې جرگې بايد د اساسي قانون له مخې ١٠ ورځې د مخه کابينې ته د باور رايه ورکړې واى. خو لا تر اوسه نه يوازې دغه چاره تر سره نه شوه بلکه د همدغه ډول مخالفتونو له کبله جرگه تر اوسه د خپلو فعاليتونو د طرزالعمل په تصويب هم نده بريالۍ شوې . | ورسره تړلي نور خبرونه ولسي جرگې دوه وزارتونه وپوښتل04 جنوري, 2006 | خبرونه ولسي جرگه : پارلماني ډلې به ملي وي28 دسمبر, 2005 | خبرونه د ولسي جرگې د رييس مرستيالان وټاکل شول 22 دسمبر, 2005 | خبرونه د افغان پارلمان انځوريز رپورټ19 دسمبر, 2005 | خبرونه کرزى : وکيلان بايد د ولس غوښتنو ته ځواب ووايي19 دسمبر, 2005 | خبرونه پخواني پادشاه نوى پارلمان پرانيست19 دسمبر, 2005 | خبرونه افغان پارلمان وروسته له ٣٠ کاله کار پيلوي18 دسمبر, 2005 | خبرونه د افغانستان د ملي شورا د لومړنۍ غونډې نيټه وټاکل شوه . 04 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||