|
ولسي جرگې دوه وزارتونه وپوښتل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د لوړو دزه کړو او کډوالو په چارو کې د ولسي جرگې د لنډمهاله کميسيونو له لورې د اړونده وزارتونو چاورواکي په داسې حال کې د پوښتنو د ځواب لپاره وربلل شوي وو چې د جرگې اکثريت غړي د لسو ورځو لپاره په رخصتۍ تللي او د جرگې عمومي غونډې ځنډيدلي دي . د کميسيونونو د پوښتنو اود چارواکو د ځوابونو جريان هم د جرگې د عمومي تالار په ځاى د کميسيونو لپاره د بيلو شويو خونو دننه پر مخ ولاړ او خبريالان يې له جزياتو وروسته خبر شول . . د کميسيون يوه غړي معين مرستيال خبر يالانو ته وويل چې د لوړو زده کړو د وزارت په وړاندې مهمه ايښودل شوې پوښتنه په ولايتونو کې د کانکور د ازموينې د مرکزونو په تړاو وه . ددې پايله دا راوځي چې د لرو پرتو ولايتونو او ولسواليو د ١٢مو ټولگيو فارغان ، په تيره بيا نجونې نه شي کولاى ، په اسانۍ دغو مرکزونو ته ځانونه ورسوي . خو دوى هم خپل دلايل درلودل . يو لوى دليل يې دا وو چې گواکې په هر ولايت کې د کانکور د ازموېنې لپاره د مرکز د پرانستو لپاره پيسې نه لري .)) د کډوالو د وزارت له چارواکو بيا د کميسيون غوښتنه د ژمي په ساړه موسم کې له گاونډيو هيوادونو د افغان کډوالو د ويستو د مخنيوي پر سر له دغو هيوادو سره د تر سره شويو تماسونو او خبرو اترو په اړه د وضاحت ورکړه وه . د خبر يالانو په وړاندې د کميسيون د غړو له څرگندونو بريښيده چې گواکې د کميسيون غړي په دې اړه په ورکړل شوي وضاحت هم قانع دي . په ټوله کې د دواړو وزارتونوله چارواکو نه د ولسي جرگې د لنډ مهاله کميسيونو د نن ورځې ( د مرغومي ١٤ د جنوري ٤ ) د پوښتنو او په بدل کې د ځوابونو بهير د لومړنيو اټکلونو خلاف سخت او جدي نه وو . تر دې چې د لومړنۍ خبرتيا خلاف د وزيرانو په ځاىد کميسيونونو د پوښتنو د ځوابولو لپاره د وزيرانو مرستيالان ورغلي وو . له بل لورې هيڅ داسې خبر هم تر لاسه نه شو چې د دوهمې کچې ورغلي دغه چارواکي دې گواکې له فشار سره مخامخ شوي وي او يا دې کميسيونونو په کومه ځانگړې برخه کې د چارواکو له لورې پر ورکړل شوي وضاخت قناعت نه وي کړى . په ټوله کې د حکومتي چارواکو د پوښتلو دغه بهير کابينې ته د ولسي جرگې له لورې د باور د رايې له ورکړې وړاندې پيل شوى . تمه دا وه چې د ا کار د اختر له رخصتيو وړاندې وشي ،خو ډير وخت د جرگې د خپل منځي چارو د سمبالتيا د کړنلارې پر تصويب ولگيد خو تر اوسه دغه چاره لا هم نيمگړې پاتې ده . د اوس لپاره اټکلونه دا دي چې جرگه به د اختر له رخصتيو وروسته په لومړي قدم کې د حکومت کابينې ته د باور د رايې د ورکړې پر سر سلا مشورې پيلوي . | ورسره تړلي نور خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||