BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:57 گرينويچ 2006 ,01 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پارلمان د متنونو پر ژبني اړخ بحث وکړ
ولسي جرگه
. ځينو غړيو شکايت لارۀ چې د لنډ مهالې دارالانشا له خوا چمتو شوى متن خورا ډيرې گرامري او ژبنۍ تيروتنې لري
د افغانستان په ولسي جرگه کې نن ( مرغومي ١١ د جنورۍ ١ ) پريکړه وشوه چې د پارلماني چارو د کړنلارو ليکل شوي متنونه بايد د ژبې له پلوه کره واوسي .

غړو شکايت لارۀ چې د ملي شورا د دندو او چارو ليکل شوي اصول په کره او سمه ژبه نه دي ليکل شوي .

د کابل ولايت استازې ملالۍ شينوارې دا بحث هغه مهال راپورته کړ چې (( د ملي شورا د دندو او چارو )) پښتو متن يې کمزورى وبالۀ او ويې ويل چې که دغه ډول نور متنونه هم ژباړل کيږي بايد دقت پکې وشي .

اغلې شينوارې په دې باور وه چې په متن کې خورا ډيرې گرامري او ژبنۍ تيروتنې شته . د ولسي جرگې ريس يونس قانوني دا خبره ومنله او زياته يې کړه چې دري متن هم له تيروتنو تش نه دى .

ښاغلى قانوني په دې دريځ وو چې د ولسي جرگې هغه غړي دې د متنونو په سمولو کې ونډه واخلي چې د قلم خاوندان دي . دغه نظر گڼ شمير استازيو په دې رد کړ چې د ملت استازې بايد پر نورو مسايلو غور او فکر وکړي .

د ننگرهار ولايت استازي فاروق ميړني وړانديز درلودچې د پښتو او دري متنونو د اصلاح لپاره بايد د پوهنتون استادان او يا نور کارپوه کسان وگمارل شي .

د جرگې ريس همدا وړانديز غوره وباله او دارالانشا ته يې د عملي کولو سپارښتنه وکړه .

د يادونې وړ ده چې د ولسي جرگې غړي له تيرو څو ورځو په پرله پسې ډول پر خپلو دندو او چارو بحثونه کوي .

دغه متن لنډمهالې دارالانشا ليکلى و. په دې برخه کې ټول ٢٠ څپرکي دي چې گڼې مادې لري . خو د ولسي جرگې استازيو تر اوسه پورې ايله پر لومړنيو شپږو بحث کړى دى .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت