|
دولسي جرگې له خوا د امنيت دڅارلو جرگه گۍ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسي جرگې د نړيوالو ائتلافي ځواکونو، ملي پوځ ، ملي پوليسو او ملي شورا له غړو د داسې يوې جرگگۍ د جوړولو پريکړه وکړه چې د نا امنو ولايتونو پر امنيت څار وکړي. خود جرگې ځينو استازيو له نړيوالو ائېتلافي ځواکونووغوښتل چې په افغانستان کې خپل حضور ته قانوني بڼه ورکړي . د ولسي جرگې په غونډه کې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې امنيتي ترينگلې وضعه وڅيړل شوه د يو شمير وکيلانو په وينا تر هغې پورې چې په ولايتونو او ولسواليو کې چارواکي بدل رابدل نه شي نو امنيتي وضعه به همداسې ترينگلې وي ، هغوى دا خبره هم په زغرده کوله چې دولت به تر کومه د ډلو ډلگيو د خوشاله ساتلو لپاره جوړ جاړي ته غاړه ږدي . د دې خبرې تر څنگ ځينو استازيو بيا ويل چې ائتلافي ځواکونه دې په افغانستان کې خپلې پاتې کيدنې ته قانوني بڼه ورکړي او دا دې هم په ډاگه کړي چې تر کومه به په افغانستان کې پاتې کيږي . گڼو استازيو ختيځ گاونډى پاکستان نيغ په نيغه په شته نا امنيو کې ښکيل وگاڼه. ( موږ وينو چې نا امنۍ ورځ په ورځ ډيريږي ، د ملي پوځ ، ملي پوليسو او نړيوالو سوله ساتو ځواکونو سره سره بيا هم نا امنۍ په زور کې روانې دي ، گاونډۍ هيواد پاکستان په ښکاره ډول لاسوهنه کوي ولې متحده ايالات په هغه هيواد زور نه اچوي چې په افغانستان کې لاسوهنه بنده کړي .) د ولسي جرگې مشر يونس قانوني شوي خبرې غوټه کړې او د داسې جرگگۍ د جوړيدو وړانديز يې وکړ چې په هغې کې به د ملي شورا د استازيو تر څنگ د ملي پوځ ، ملي پوليسو او ائتلافي ټلوالې لوړ پوړي چارواکي هم ونډه ولري : ( موږ به د ملي شورا د غړو ، ملي پوځ او نړيوالو ائتلافي ځواکونو په گډون داسې يوه جرگگۍ جوړوو چې ټولې امنيتي چارې وڅيړي او د سمون لپاره يې په کار دي چې لازم تصميمونه ونيول شي .) په پام کې وه چې د ولسي جرگې راتلونکې غونډې ته د سترې محکمې لپاره نومول شوي قاضيان د باور درايو د ترلاسه کولو لپاره جرگې ته حاضر شي خو د سترې محکمې له لورې دغه کار بلې راتلونکې غونډې ته وځنډيد. | ورسره تړلي نور خبرونه ولسي جرگې د درو قاضيانو تعليمي اسناد رد کړل09 مۍ, 2006 | خبرونه ولسي جرگې کې پر ملالۍ جويا گوزار وشو07 مۍ, 2006 | خبرونه د اساسي قانون د ١٠٦ مادې د تفسير ستونزه25 اپريل, 2006 | خبرونه ولسي جرگې د ٣ منل شويو وزيرانو لانجه بيا پورته کړه23 اپريل, 2006 | خبرونه ولسمشر به په دوو اوونيو کې ٥ نوي وزيران ونوموي22 اپريل, 2006 | خبرونه براهوي : د وزير په توگه ډيورنډ کرښه نه منم18 اپريل, 2006 | خبرونه رضا : که د سوداگرۍ وزارت ژر ښه نه شو استعفى ورکوم15 اپريل, 2006 | خبرونه فرهنگ : له الماني تابعيته لاس په سر شوى يم11 اپريل, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||