BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:36 گرينويچ 2006 ,23 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسي جرگې د ٣ منل شويو وزيرانو لانجه بيا پورته کړه

پښتون
د ښاري پراختيا لپاره نومول شوي وزير انجينير يوسف پښتون د ممتنع رايو له نه شمارلو وروسته بريالى وبلل شو
يوسف پښتون ، محمد اکبر او اميرزى سنگين د مخابراتو ، ښاري پراختيا او د کډوالو وزارتونو ته نومول شوي وزيران وه چې د ولسي جرگې له خوا يې د تيرې پنجشنبې په ورځ له ١٢٣ څخه لږې رايې خپلې کړې وې .

سره ددې چې تيره ورځ هم د همدغې موضوع په سر د تودو خبرووروسته استازي دې نتيجې ته سره رسيدلي وه چې دغه وزيران دې د نورو تايد شويو وزيرانو په ډله کې وشميرل شي .

خو په ننۍ ( د غويي ٢ د اپريل ٢٣ ) غونډه کې د کابل ولايت استازي کبير رنجبر دغه موضوع يو ځل بيا راپورته کړه او وه يې ويل چې ددغو دريو وزيرانو د تايد پريکړه د افغانستان د اساسي قانون سره په ټکر کې ده ، د هغه په وينا د دغې پريکړې سره ولسي جرگه تر پوښتنې لاندې راځي :

د کډوالو وزير استاد اکبر اکبر د ټولو رايو په سلو کې ٥٠ نه وې ترلاسه کړې

( که ولسي جرگه دا پريکړه هم وکړي نو زه د يو شخص په توگه محکمې ته ځم او ان نړيوالې محکمې ته وايم چې د افغانستان ولسي جرگه په خپلو پريکړو سره د افغانستان اساسي قانون تر پښو لاندې کوي .)

د ښاغلي رنجبر دغو خبرو د ولسي جرگې د غړو تر منځ کړکيچ رامنځته کړ او د استازيو تر منځ د تاو تريخوالي څخه ډکې خبرې پيل شوې .

د جرگې يوشمير استازيو د ښاغلي رنجبر په پلوى خبرې وکړې او دا خبره يې وکړه چې په دې کار سره د افغانستان د اساسي قانون ١٠٦ ماده تر پښو لاندې کوي او بايد د دغو وزيرانو لپاره بيا له سره پريکړه وشي .

خو له بله لوري عبدالرب رسول سياف د ښاغلي رنجبر په خبرو نيوکې وکړې او وه يې ويل چې که چيرته خبره د اساسي قانون وي نو په کار دا ده چې د ولسي جرگې ټولې پريکړې بيا له سره رايي ورکونې ته وړاندې شي :

( زه ستاسو له لارې ښاغلي رنجبر ته وايم چې ولې يې د دغو تيرو دريو مياشتو په ترڅ کې خپله عريضه نړيوالې محکمې ته نه وړاندې کوله په هغه وخت کې هم هغه حقوق پوه وو ، پرون هم په غونده کې ناست وو ولې يې دا خبره نه کوله ، او موږ چې د دغې پريکړې نه ملا تړ کوو وجه يې دا ده چې موږ تر اوسه ټولې پريکړې همداسې کړي دي .)

د مخابراتو وزير ښاغلي سنگين هم د اړتيا وړ رايې نه وې ترلاسه کړې

د جرگې گڼو استازيو په دې اړه بيلابيل نظرونه څرگند کړه ، يو شمير استازيو د جرگې اداري پلاوى په دې خبره تورنولو چې د پردې تر شا يې د حکومتي چارواکو سره جوړ جاړى کړى .

ځينو نورو دا خبره راغبرگوله چې که چيرته دا کار شونى وي نو د نورو رد شويو وزيرانو په اړه دې هم له ورته چال چلند ځينې کار واخيستل شي .

ځينو دا هم ويل چې يا دې دغو وزيرانو ته د ولسي جرگې استازي بيا له سره خپلې رايې وکاروي ، يا به هماغه پخوانۍ پريکړه منل کيږي ، يا به چورلټ د رد شويو وزيرانو په ډله کې شميرل کيږي اويا به هم د يو کميسيون له لارې دغه موضوع بيا له سره څيړل کيږي .

خو ډيرو استازي د دغو وړانديزونو په وړاندې د کوم غبرگون پرته له غونډې ووتل ، چې وروسته بيا د اداري پلاوي له اړخه د نيم ساعت لپاره تفريح اعلان شوه او غونډه تر بلې ورځې وځنډيده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت