BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:21 گرينويچ 2006 ,22 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسمشر به په دوو اوونيو کې ٥ نوي وزيران ونوموي

فرهنگ
د اقتصاد وزارت ته نومول شوي امين فرهنگ يوازې ٦٠ رايې ترلاسه کړې وې
د ښاغلي حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر يو چارواکى وايې د دوو اونيوپه دننه کې به ولسمشر د ٥ رد شويو وزېرانو پر ځاى نور کسان ولسي جرگې ته د تايد لپاره ور پېژني.

ولسي جرگې ټول پنځه نومول شوي وزيران رد کړل چې په هغو کې تر ټولو مشهور د اطلاعاتو کلتور او ځوانانو د چارو وزير مخدوم رهين او د اقتصاد وزير امين فرهنگ و .

بل پلو دولسمشر حامد کرزي له خوا د مخابراتو ، ښاري پراختيا او د کډوالو د راستنېدو لپاره نومول شوي درې واړه وزېران ښاغليو امېرزي سنگين ، يوسف پښتون او محمد اکبر د ولسي جرگې د غړو له پراخو بحثونو او جنجالونو وروسته د وزېرانو په توگه په ورکول شويو رايو ومنل شول .

جنجال پردې وو چې يوې ډلې ويل دغو وزېرانو د افغانستان د اساسي قانون د ١٠٦ مادې پر اساس د حاضرو ٢٤٤غړوتر نيماي کمې رايې ترلاسه کړې دي .اود ولسي جرگې د غړي نورزيي اتمرپه وينا دا د اساسي قانون مخالفت کار دى چې دغه وزېرانو په ترلاسه کړو رايو ومنو.

خو دوهمې ډلې بيا وويل چې د ولسي جرگې د کورني طرزالعمل د ٧٢ مادې پر اساس دغو دريو وزيرانو ساده اکتر يت ترلاسه کړي او هيڅکله هم پخوا دحاضرو کسانو ٥٠ جمع يو نه وو مطرح. او که داسې وي نو بايد په ټولو کارونو له سره پريکړه وشي .

دغې ډلې وېل ممتنع ياسپينې رايې په يوه خوا کې هم نه گڼل کيږي او په پاتې رايو کې د دغو وزېرانو دتايد رايې زېاتې دي .

ددغې موضوع لاپسې غځېدلو له يو شمېر استازو سره دا سې اندېښنې راپيداکړي چې دا مساله قومي ، ژبني اوسمتي ستونزې را ولاړې نه کړې او له گڼو بحثونو وروسته برهان الدېن رباني ، محمد محقق او عبدالرب رسول سياف وړاندېز وکړچې داستونزه دې د ملي يو والي د ټينگښت پر اساس پاي ته ورسيږي او په اکثريت پريکړه وشوه چې دغه درې واړه وزېران تايد دي او د ولسي جرگې مشر محمد يونس قانوني داپريکړه د قانون سره برابره وبلله .

خو ويې ويل تر دې وروسته به د اساسي قانون د ١٠٦ مادې تفسير له سره وکړي

دمخابراتو وزېرښاغلي سنگين د ٢٤٤ رايو څخه دتايد١٢٠، دښاري پراختيا وزېر ښاغلي پښتون ١٢١ او کډوالو د راستنېدو وزېر ښاغلي اکبر١١٨ رايې ترلاسه کړې وي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت