|
د افغانستان د نوې کابينې ٢٠ کسان ومنل شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په ولسي جرگه کې د ولسمشر حامد کرزي له خوا کابينې ته د نومول شويو کسانو لپاره رايه تر ډيره له هيلو خلاف وه . داسې باورونه او اټکلونه وو چې په ولسي جرگه کې به ځينې ډلې له ولسمشر کرزي سره د مخالفت په هيله د دوى وړانديز شوي کسان رد کړي . خو په پاى کې يوازې پنځه کسان رد شول او په مهمو څوکيو باندې د ولسمشر نومول شوي وزيران ومنل شول . په هغو کسانو کې چې پاتې راغلل ښاغليو رهين او فرهنگ ښايي تر ټولو مشهور وو . دوى دواړه د طالبانو د رژيم له نسکوريدو راهيسته د ولسمشر کرزي په کابينو کې په پرله پسې توگه په خپلو څوکيو پاتې وو . پاتې درې رد شوي کسان نوي وو . د سوداگرۍ او صنايعو لپاره نومول شوى وزير ډاکټر محمد حيدر رضا ، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزير گل حسين احمدي او د ښځو د چارو وزيره ډاکټره ثريا رحيم صبحرنگ ونه توانيدل چې له ولسي استازيو رايه واخلي . د مخابراتو وزير اميرزى سنگين ، د کډوالو وزير استاد اکبر اکبر او د ښار جوړولو وزير انجينير يوسف پښتون ونه کولاى شول چې له اصولو سره سم په سلو کې تر ٥٠ ډيرې رايې وگټي . د دې له امله لانجه پيدا شوه خو په پاى کې پريکړه دا وشوه چې ممتنع رايې له حسابه وباسي او په کاريدليو رايو کې سلنه وباسي . تر ټولو ډيرې رايې د روغتيا وزير ډاکټر سيد محمد امين فاطمي وگټلې . ښاغلي فاطمي ٢١٧ رايې ترلاسه کړې . د کليو د پراختيا لپاره نومول شوي وزير احسان ضيا چې پخوا د ښاغلي اتمر مرستيال و د ٢٠٦ رايو په ترلاسه کولو دويم تر ټولو ډير بريالى کس و . تر ټولو لږې رايې ښاغلي امين فرهنگ ترلاسه کړې . ښاغلي فرهنگ يوازې ٦٠ رايې وموندلې او ١٥٤ کسانو د دوى خلاف رايه ورکړه . د ټولو رايو جزييات په دې ډول دي : نوم ، وزارت ، گټلې رايې ، مخالفې رايې رنگين دادفر سپنتا ، د بهرنيو چارو وزير ١٥٠ ، ٧٥ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||